د څارویو د څېړنې رییس:د بني‌حصارڅېړنیز فارم کرنیزه ځمکه  باید کښت ته اماده  شي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۹ - ۱۱:۳۴
د څارویو د څېړنې رییس:د بني‌حصارڅېړنیز فارم کرنیزه ځمکه  باید کښت ته اماده  شي

۹ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۹ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د څارویو څېړنې رییس انجنیر عبدالولي احمدزی په داسې حال کې، چې د حیواني تغذیې آمر  غلام دستګیر، د حیواني محصولاتو د کیفیت آمر محمدرحیم میرزاد، د بني‌حصارڅېړنیز فارم عمومي مدیر بنورجان زاهد، دریشخورو دڅیړنیز فارم عمومي مدیر لطف الله نیکمل او د دې فارم کارکوونکي یې ملتیا کوله دبنیحصار څیړنیزفارم ځمکې چې له پخوا نه تر اوسه په کې کښت نه وو شوی او د هغه دصالح الزراعت کولو په هڅه افتتاح کړله.
ددې افتتاح په ترڅ کې دکرنې وزارت د څارویو څېړنې رییس انجنیر عبدالولي احمدزی وویل: " دبني‌حصارڅېړنیز فارم یوه ملي شتمني ده، باید، ددې فارم د  پراختیا، پرمختګ او ساتنې په پار باید جدي پاملرنه او هڅي ګړندي کړو."
ښاغلی احمدزی دغه راز د فارم عواید او کرنیزو محصولاتو زیاتوالی  او دمصارفاتو د کمیدو لپاره  وویل:" موږ غواړو چې د څارویو دتغذیې لپاره  هغه شاړې ځمکې چې د ډېرې مودې را پدې خوا همداسې پاتې دي   هغه آبادې کړو ترڅو دفارم په مصارفاتو کې کموالی منځ ته راشي  ترڅو بني حصار څیړنیز فارم د  تغذیې په برخه کې تقریباً خودکفایی ته نږدې شي"
انجنیر عبدالولي احمدزی دغه راز وویل، که د فارم  ټولې ځمکې په بشپړه توګه دکرنې لپاره آماده شي له یوطرفه به زموږ هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي او له بل خوا به زموږ د فارم د څارویو د تغذیې مشکل پرې حل شي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

سفر هیئت وزارت زراعت به منظور افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در کندز

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به هدف افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در سطح زون‌ها، هیئت بلندپایه ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت کندز سفر کرد و در همین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۱
Background image

سفر هیئت وزارت زراعت به منظور افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در کندز

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به هدف افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در سطح زون‌ها، هیئت بلندپایه ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت کندز سفر کرد و در همین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۰
Background image

توزیع مواد غذایی برای دهاقین متضرر از خشکسالی در سمنگان

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت سمنگان با همکاری مالی دفتر شبکه انکشاف باختر برای شماری از دهاقین و افراد بی‌بضاعت متضرر از خشکسالی در مرکز ایبک و ولسوالی حضرت. . .

بازگشت به خبرها