کونړ کې د کانګو تبې د مخنیوی کمپاین پیل شو

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۵/۱۵ - ۱۴:۲۲
کونړ کې د کانګو تبې د مخنیوی کمپاین پیل شو

۱۴ زمری ۱۳۹۸
د کونړ ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په دې ولایت کې د کانګو تبې «CCHF» د مخنیوی په موخه کمپاین پیل شو.
د دې کمپاین په لړ کې به د کونړ ولایت دمرکز په ګډون ددې ولایت د ۱۶ ولسوالیو مشکوکې سیمې، څاروی او دڅارویو د اوسیدلو ځایونه (غوجلې) دسیمه ییز وټرنرۍ واحدونو له لارې دواپاشي کیږي او ترڅنګ یې پر مالدارانو د حفظ الصحې کڅوړې هم وېشل کيږي ترڅو دیادې ناروغۍ دمخنیوي په موخه ورڅخه کار واخلي. د دې ترڅنګ د کانګو تبې د مخنیوی په موخه خلکو ته عامه پوهاوی هم ورکول وکیږي.
کانګو تبه وېروسي ناروغي ده، چې حشرې، خځندې او یا څاروي یې انسانانو ته لېږدوي.
ددې کمپاین له پلي کولوڅخه د کرنې وزارت او همکارو نهادونو موخه د کانګو تبې پر وړاندې د څارویو او انسانانو خوندي کول دي.
د کانګو وینه بهېدونکي تبه «CCHF» یوه مرګوني میکروبي «ویروسي» ناروغي ده، چې له څارویو څخه انسانانو ته انتقالیږي. ددې ویروس عمده سرچینه په شخوندوهونکو څارویو «پسونو، وزو او غواوو» کې ده. ددې وایروس لېږدونکي تر ډېره کنې دي. دغه ناروغي له اخته حیوان څخه انسان ته او له یوه انسانه بل ته د اخته ناروغ سره له نېږدې اړیکو، ترشعاتو او د هغه د بدن د نورو مایعاتو له لارې لېږدي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS