د پکتیکا ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټې ۱۸ غونډه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۵ - ۱۱:۵۰
د پکتیکا ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټې ۱۸ غونډه

۲۵ سلواغه ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۳ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۴ ه‍.ق
 د پکتیکا ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم د چارو د لاښه والي د لازمو پرېکړو نیولو اړوند ۱۸ غونډه تر سره کړه.
ياده غونډه چې د پکتیکا ولایت کرنې ریاست کې دائره شوې وه پکې د پکتیکا ولایت دکرنې رییس مولوی محمداسماعیل شکیب د تخنیکي ټیم رییس، او ددې ټیم یوولس کسیزه غړي ګډون درلود.
په پیل کې د پکتیکا کرنې رییس مولوی محمداسماعیل شکیب د پیل وینا وکړه او په هغو ستونزو او مشکلاتو يې رڼا واچوله چې د پکتیکا ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد تخنیکي ټیم به ورسره د کار په جریان کې مخامخ کېږي.
په دې غونډه کې د غونډې ګډونوالو د خپلو کړنو او فعالیتونو راپور د تخنیکي پلاوي مشر ته وړاندې کړل او ترڅنګ یې د تاروخېلو قوم ځمکې، د شرنې بازار د ۱۰۰ قطعې ځمکې او د ډب غاړرې ځمکې په اړه خبرې اترې وشوې او پرېکړه وشوه، چې د یادو ځمکو اسناد ترتیب او کمېسیون ته ولېږل شي.
د غونډې په جریان کې د تخنیکي ټیم غړو په نوبتي ډول خپل نظریات شریک کړل او د تخنیکي ټیم د چارو د منظم پرمخ وړلو لپاره ځينې اړين مسایلو اړوند بحث وشو.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۲:۵۷
Background image

برگزاری نشست هماهنگی برای ایجاد سهولت‌ها به مراجعین در ریاست زراعت بلخ

۱۳ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
نشست هماهنگی به منظور ایجاد سهولت‌ها برای مراجعین و تنظیم بهتر روند دیدار با رئیس و آمرین در ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بلخ برگزار شد.
این نشست به رهبری رئیس. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۲:۴۸
Background image

آغاز کمپاین مبارزه با آفت ملخ در ولسوالی‌های بلخ

۱۳ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین مبارزه علیه آفت ملخ از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بلخ در شماری از ولسوالی‌های این ولایت آغاز گردید. این برنامه تحت نظارت رئیس زراعت بلخ و بر اساس. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۲:۳۸
Background image

آغاز کمپاین سروی و مجادله علیه ملخ‌های مضره در بغلان

۱۳ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین سروی و مجادله علیه ملخ‌های مضره زراعتی از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بغلان آغاز گردید. این برنامه تحت هدایت مولوی عبدالکریم حذیفه رئیس زراعت بغلان و. . .

بازگشت به خبرها