بغلان کې نږدې درې زره مالدارانو سره د مرستې لړۍ پیل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۴ - ۱۴:۴۴
بغلان کې نږدې درې زره مالدارانو سره د مرستې لړۍ پیل شو

۲۴ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۱ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
د بغلان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونود خوړو او کرنې ادارې «FAO» په مالي او د «ACTED» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت په درې «مرکزي بغلان، دوشي اوتاله برفک» ولسوالیو کې له ۲۹۴۱ مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو، درملو او شوتلو تخمونو د مرستو د وېش لړۍ پیل کړئ دی.
د بغلان دکرنې ریاست وایي، چې ددغو مرستو دوېش لړۍ ددې ولایت د تاله برفک ولسوالی څخه پیل شوی دی، چې ددې ولسوالی په ۹۴۱ مالدارانو او مرکزي بغلان او دوشي ولسوالیو کې په هره ولسوالۍ کې پر ۱۰۰۰ مالدارانو د څارویو خوراکي توکي، درمل او د شوتلو تخمونه وېشل کېږي.
د چارواکو په خبره ددې مرستې په ترڅ کې هر مالدار ته ۲۰۰ کیلوګرامه کونجاړه، د څارویو د ځیګر ضد چنجیو ۲۰۰ سي سي درمل او پنځه کیلوګرامه د شوتلو تخمونه ورکول کېږي.
ددې مرستې موخه د بېوزله مالدارانو ملاتړ او په دې ولایت کې د مالدارۍ سکټور پراختیا لپاره زمینې برابرول دي.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۵۸
Background image

بازدید معین مالی و اداری وزارت زراعت از ریاست زراعت کندز

۱ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی نورالدین عمیر معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفر رسمی به ولایت کندز، از ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت بازدید و با مسئولان و. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۱۴:۴۶
Background image

توزیع ۲۰۰ دستگاه میوه‌خشک‌کن برای حمایت از معیشت خانواده‌ها در دایکندی

۱ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت دایکندی، با همکاری مؤسسه ارتقای اجتماعی (SO) و حمایت مالی دفتر سازمان خوراک و زراعت ملل متحد (FAO)، ۲۰۰ دستگاه میوه‌خشک‌کن را برای. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۹:۱۰
Background image

توزیع بسته‌های مالداری برای حمایت از معیشت ۲۹ خانواده در دایکندی

۱ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت دایکندی، در همکاری با کمیته ناروی برای افغانستان، بسته‌های حمایتی مالداری را برای ۲۹ زن مستحق از خانواده‌های بی‌بضاعت، مهاجر و بدون. . .

بازگشت به خبرها