سروبي کې د انارو ۱۰ جریبه معیاري بڼ جوړېږي

user-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۱ - ۱۵:۵۴
سروبي کې د انارو ۱۰ جریبه معیاري بڼ جوړېږي


۱۱ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۸ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
دکابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د سروبي ولسوالی دشنې غونډۍ په سیمه کې د د خوړو نړیوال پروګرم (WFP) په مالي ملاتړ د انارو ۱۰ جریبه معیاري بڼ جوړولو چارې پیل شوي دي.
د چارواکو په خبره دا بن د روپاني فاونډېشن له خوا جوړېږي او په دې بڼ کې به دوه زره د اناور نیالګي کېنول شي. ددې بڼ په جوړولو کې ۳۰۰ کسانو ته کار زمینه برابره شوې ده.
د کابل دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د سروبي په ولسوالی کې د کرنې اړوند د نورو  پراختیایي پروژو چارې هم په چټکۍ روانې دي، چې پرخپل وخت به بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
د کابل ولایت د سروبي ولسوالی د کرنې مدیریت چارواکي وایي، چې د روپاني فاونډیشن له خوا ددې ولایت په بېلابېلو سیمو کې د کرنې اړوند پراختیایي پروژې پیل شوي دي، چې چارې یې ګړندۍ روانې دي، چې یوه یې هم په شنه غونډۍ کې د معیاري بڼ جوړول دی.
دغه پروژې په دې ولسوالی کې د کرنې او بڼوالۍ د پراختیا په پار پلي کېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

افتتاح و بهره‌برداری یک چکدم با ظرفیت ذخیره ۱۰۰ هزار متر مکعب آب در ولایت فراه

۲۷ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
یک چکدم به طول مجموعی ۴۱۲ متر و ظرفیت تقریبی ذخیره ۱۰۰ هزار متر مکعب آب در قریه انجیران ولسوالی پشت‌کوه ولایت فراه افتتاح و به بهره‌برداری سپرده شد.
مراسم افتتاح این. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت با مسؤول مؤسسه CRS در افغانستان دیدار کرد

۲۷ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی عبدالعلی عمری رئیس عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در دیداری با محمد آدم حامد، رئیس عمومی مؤسسه بین‌المللی CRS در افغانستان و. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۳
Background image

برگزاری سمینار آگاهی‌دهی درباره جلوگیری از کشت کوکنار و ترویج کشت بدیل در سرپل

۲۷ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
سمینار آگاهی‌دهی درباره جلوگیری از کشت کوکنار و ترویج کشت بدیل با اشتراک حدود ۱۰۰ تن از دهاقین در ولسوالی صیاد ولایت سرپل برگزار شد.
در این سمینار نماینده ولسوالی. . .

BACK TO NEWS