بغلان کې پر ۷۵۰۰ مستحقو بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۸/۲۱ - ۱۴:۵۵
بغلان کې پر ۷۵۰۰ مستحقو بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شو

۲۱ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۷ ربیع‌الثانی ۱۴۴۴ ه‍.ق
دبغلان ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې( FAO)په مالي او د (ACTED) مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت  د «ده صلاح، تاله برفک، برکه، فرینګ  او جلګه » ولسوالیو په ۷۵۰۰مستحقو بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل کړی دی.
ددې مرستې په ترڅ کې هر بزګرته ۵۰ کیلو ګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم، ۵۰ کیلوګرامه ډي.پي.اي او ۵۰ کیلوګرامه یوریا سره ورکول کېږي.
ددې مرستې موخه په دې ولایت کې دکرنیزو محصولاتو زیاتوالی او د بېوزله بزګرانو ملاتړدی.
باید وویل شي، چې په نږدې راتلونکي کې  به یادو بزګرانو ته د غنمو کرلو، هرزه بوټو مخنیوي، اوبولګونې، د سرو استعمال،  ناروغیو او حاصل ټولولو په برخه کې روزنه هم ورکړل شي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۹
Background image

سردخانه عصری ۱۰۰ متریک تنی در جوزجان به یک شرکت خصوصی به اجاره سپرده شد

۲۸ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت جوزجان یک باب سردخانه عصری و معیاری به ظرفیت ۱۰۰ متریک تن را که با هزینه بیش از ۳۴ میلیون افغانی از سوی وزارت زراعت، آبیاری و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

نشست پیرامون انکشاف صنعت مرغداری در افغانستان برگزار شد

۲۸ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
نشستی به رهبری مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، با حضور نماینده‌گان معاونیت اقتصادی ریاست‌الوزراء، وزارت‌های مالیه و صنعت و. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

افتتاح و بهره‌برداری یک چکدم با ظرفیت ذخیره ۱۰۰ هزار متر مکعب آب در ولایت فراه

۲۷ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
یک چکدم به طول مجموعی ۴۱۲ متر و ظرفیت تقریبی ذخیره ۱۰۰ هزار متر مکعب آب در قریه انجیران ولسوالی پشت‌کوه ولایت فراه افتتاح و به بهره‌برداری سپرده شد.
مراسم افتتاح این. . .

BACK TO NEWS