د لغمان دکرنې رییس: هېواد امن دی، کرنیزو پروژو پلي کولو ته ښه فرصت دی

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۵ - ۱۳:۵۵
د لغمان دکرنې رییس: هېواد امن دی، کرنیزو پروژو پلي کولو ته ښه فرصت دی

۱۵ لړم ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۱ ربیع‌الثانی ۱۴۴۴ ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوی محمد ولی محسن د خپل کار په دفتر کې د ترکیې هېواد د (IHH)مؤسسې له مشر نیازي اوزګور، په افغانستان کې د یادې مؤسسې مسوول مجاهد کلیچ، د دې مؤسسې د کرنیزو برنامو مسوول شریح شیون او دکرنې وزارت د سبو د ترویج او پراختیا مسوول مطیع الله ظفري سره وکتل.
په دې کتنه کې د لغمان دکرنې رییس الحاج مولوی محمد ولی محسن وویل:«خوشبختانه هېواد مو په سرتاسري ډول امن ده، د زراعتي پروګرامونو د تطبیق لپاره ښه فرصتونه شته دي، لغمان ولایت کې د سبو او مېوو د پراختیا لپاره پوره علاقه او ځمکې موجودې دي، مګر د بزګرانو کمزوري اقتصاد انکشافي بهیر له خنډ سره مخ کړی دی، په دې برخه کې د نړیوالو ادارو او مرستندویه هیېوادونو همکاریو ته اړتیا لرو». 
ښاغلی محسن د یادې مؤسسې له چارواکو سره د بزګرانو د ملاتړ لپاره خپلې غوښتنې شریکې کړې او د سبوتخمونو د هایبرایډ تخمونو، یوریا او ډي.اي.پي سرې د وېش، بڼوالۍ پراختیا، په بکر دولتي ځمکو کې د بڼوالۍ پراختیا لپاره د اوبو زېرمې، څاڅکو په بڼه د اوبخور سیستمونو ایجاد، د مالدارۍ پراختیا، د ځنګلونو پراختیا برخو کې ورسره وړاندیزونه په لیکلي بڼه شریک کړل.
په همدې حال کې د (IHH) مؤسسې مشر نیازي اوزګو په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د سراسري امنیت له امله خوښي و ښود او په کرنیز سکتور کې د بنیادي پروژو د تطبیق په برخه کې ډاډ ورکړ.
دغه راز ددې کتنې په پای کې د یادې مؤسسې د چارواکو له خوا په دې ولایت کې د زیتونو بوټو د وېش لړۍ او کرکېله هم پیل شو، چې په ترڅ کې به یې په دې ولایت کې د زیتونو یوشمېر بڼونه جوړ شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۲
Background image

توزیع ماشین‌های پشم‌ریسی برای ۴۵۰ زن در ولایت غزنی

۲۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غزنی به همکاری کمیته هالند برای ۴۵۰ تن از زنان در مرکز این ولایت و ولسوالی قره‌باغ ماشین‌های پشم‌ریسی توزیع کرد.
این برنامه به. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

توزیع تخم‌های اصلاح‌شده و کود کیمیاوی به‌منظور ایجاد کشتزارهای نمایشی در ولایت غزنی

۲۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غزنی به‌منظور افزایش حاصلات زراعتی، ترویج استفاده از تخم‌های اصلاح‌شده و گسترش روش‌های معیاری زراعت، برای ۱۸ دهقان در مرکز این. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۲۶
Background image

ایجاد کشتزارهای نمایشی گندم به‌منظور افزایش حاصلات گندم در خوست

۲۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت خوست در چارچوب بودجه انکشافی امارت اسلامی افغانستان و تحت نظارت ریاست غله‌جات وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، کشتزارهای نمایشی گندم. . .

BACK TO NEWS