زابل کې د مېوو حاصلات ډېر شوي

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۲۵ - ۱۴:۳۵
زابل کې د مېوو حاصلات ډېر شوي


۲۵ زمری ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۸ محرم الحرام ۱۴۴۴ ه‍.ق
د زابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ريیس مولوي عطاءالله راشد وایي، د تېر کال په پرتله په دغه ولایت کې د مېوو په حاصلاتو کې زیات والی راغلی دی.
راشد له ټولو بڼوالو څخه وغوښتل، چې د راتلونکې کال لپاره د مني په موسم کې هغه ناروغۍ چې له امله یې د دوی بڼونه زیانمن شوي یاد داشت او د زابل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره دې شریک کړي، تر څو د یاد رایاست مسوولین ورته درمل چمتو کړي.
بل لور ته بیا د دې ولایت بزګران او د مېوو سوداګر هم د حاصلاتو د زیاتوالي خبر ورکوي خو وایي اورښتونو او سېلاونو یې وچو مېوو ته زیان اړولی، دوی له حکومت څخه د آزاد بازار او سوداګرو د راجلب کولو غوښتنه کوي او وایي، چې له هېواد څخه بهر ته د وچو مېوو د لېږد لپاره هم ورته زمینه برابره شي.
دا په داسې حال کې ده، چې وروستیو اورښتونو د زابل مېوو ته زیان اړولی، خو د دې ولایت د کرنې ریاست مسوولین وايي، چې د انځرو په حاصلات کې د تېر کال په پرتله دوه برابره زیات والی راغلی دی.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۸:۴۳
Background image

بازدید سخنگوی وزارت زراعت از غرفه‌های نمایشگاه محصولات زراعتی در بادام‌باغ کابل


۵ ثور ۱۴۰۵
در چهارمین روز میله دهقان و سی‌وچهارمین نمایشگاه محصولات زراعتی و مالداری، مولوی شیرمحمد حاتمی (نمبریک)، رئیس اطلاعات و آگاهی‌عامه و سخنگوی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، از. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۷:۲۰
Background image

برگزاری برنامه دیدار تجار با تجار در نمایشگاه محصولات زراعتی و مالداری


۵ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
برنامه دیدار تجار با تجار (B2B) در جریان  سی‌وچهارمین نمایشگاه محصولات زراعتی و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در فارم تحقیقاتی بادام‌باغ کابل برگزار گردید.
این. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۷:۴۶
Background image

تکمیل پروژه اعمار چکدم خاکی در ولسوالی خواجه‌موسی فاریاب

پروژه اعمار یک باب چکدم خاکی در قریه غارتپه مربوط ولسوالی خواجه‌موسی ولایت فاریاب با موفقیت تکمیل و به بهره‌برداری سپرده شد. این پروژه با هدف مدیریت منابع آبی، جلوگیری از فرسایش خاک،. . .

بازگشت به خبرها