ننګرهار کې په ۵۱۰ بزګرانو د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۵/۱ - ۹:۳۴
ننګرهار کې په ۵۱۰ بزګرانو د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شول

۱ زمری ۱۴۰۱ ه‍.ش
۲۴ ذوالحجَّة ۱۴۴۳ ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د «AHF» په مالي لګښت او د افغانستان لپاره د کلیو د بیارغولو (RRAA) مؤسسي په تخنیکي همکارۍ د چپرهار په ولسوالۍ کې ۵۱۰ تنو بزګرانو ته د جوارو اصلاح شوي تخمونه،  کیمیاوی سري او کرنیز وسایل د یادي ولسوالۍ د ترویج مدیریت تر نظارت لاندې وویشل شول. 
یاده کرنیزه کڅوړه هغو بېوزله بزګرانو ته ورکړل شوه،  چې د اصلاح شوی تخمونو اخیستو توان یې نه درلودل.
په کرنیزه کڅوړه کې شپږ قلمه توکې د جوارو اصلاح شوی تخم،  بیلچه، پنجي کش، تسکوره، ، توره او سپینه کیمیاوي سره شامله وه.
همدارنګه بزګرانو ته د جوارو د کتاري کرنې، اوبخور،  هرزه بوټو کنترول، سرې استعمال، ناروغیو او افاتو د مخنیوي او حاصل ټولونې په موخه روزنه هم ورکړل شوه. 
باید وویل شي، چې په نږدې راتلونکې کې به یادو بزګرانو ته د څارویو لپاره دانه،  کنجاړه،  بوس او د چنجیو ضد درمل  هم ورکړل شي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

پاکسازی ۱۲۰۰ هکتار زمین زراعتی از ملخ‌ها در بادغیس

۱۴ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس از پاکسازی یک‌هزار و ۲۰۰ هکتار زمین زراعتی از وجود ملخ‌ها در این ولایت خبر داد.
مسئولان می‌گویند پرسونل مسلکی مدیریت عمومی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۱:۳۸
Background image

ادویه‌پاشی برای کنترول آفات نباتی در شغنان بدخشان انجام شد

۱۴ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بدخشان از اجرای برنامه ادویه‌پاشی به‌منظور کنترول آفات نباتی در ولسوالی شغنان این ولایت خبر داد.
این برنامه از ۷ تا ۱۱ ثور در قریه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۰:۵
Background image

توزیع تخم سبزیجات و کود کیمیاوی برای زنان زراعت‌پیشه در کاپیسا

۱۴ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کاپیسا برای  ۲۰۰ تن از زنان زراعت‌پیشه و سبزی‌کار در مرکز این ولایت، تخم سبزیجات و کود کیمیاوی توزیع کرد.
در این برنامه، برای ۲۰۰ تن. . .

بازگشت به خبرها