پکتیا کې په ۱۴۹ بې وزله کورنیو د وزو د وېش لړۍ پیل شو

naim.rezai
پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۱۰:۲۹
پکتیا کې په ۱۴۹ بې وزله کورنیو د وزو د وېش لړۍ پیل شو

۷ زمری ۱۴۰۰
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایې، چې د ژغورنې نړیوالې کمېټې«IRC» په همکارۍ ددې ولایت د مرکز اړوند په ۲۲ کلیو کې په ۱۴۹ بېوزله کورنیو د شیدې ورکوونکو وزو د وېش لړۍ پیل شوې ده.
په دې موخه په جوړه شوې غونډه کې د پکتیا مرستیال والي عبدالولي سهي په پکتیا کې د بېوزله کورنیو د ملاتړ او ددې ولایت د مالدارۍ د پراختیا په پار د کرنې وزارت کړنې وستایل او یاده پروژه یې د بېوزله کورنیو د عوایدو د لوړولو په برخه کې اړین ګام وبلل.
مرستیال والي له مالدارانو وغوښتل، چې مالداري د ځانونو لپاره عایداتي سرچینه وګرځوي او ترویج يې کړي.
په همدې حال کې د پکتیا  د کرنې رییس انجنیر محمد دین مومند وویل، چې په یادو کلیو کې د وزو د وېش په پار سروې شوې، چې د سروې له مخې د۱۴۹ اړمنو کورنیو داقتصادي ودې په پار دوی ته شېدې ورکوونکې وزې ورکول کېږي. د ښاغلي مومند په خبره له دې ډلې ۱۰۰ یې ښځینه او ۴۹ یې نارینه مالداران دي.
دغه راز له یادو مرستو برخمن شوي کورنۍ د کرنې وزارت هلې ځلې ستایې او له اړمنو کورنیو او مالدارانو سره د کرنې ریاست له مرستو څخه مننه کوي. دوی وویل، چې د کرنې وزارت د دوی د اقتصادي ودې د غوړېدا په پار پایښت لرونکي مرستې کوي.
ددې پروژې د پلي کولو موخه په دې ولایت کې د وچکالۍ او کرونا له امله د زیانمن شویو مالدارانو د اقتصادي وضعیت ښه والي، د مالدارۍ پراختیا، ترویج، د بېوزلو کورنیو اقتصادي ملاتړ او په یاده برخه کې د کاري فرصتونو رامنځته کول دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۹:۴
Background image

بررسی وضعیت عواید ریاست زراعت سرپل از سوی هیئت وزارت

۱۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی ضیاءالدین واقف رئیس مالی و حسابی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، همراه با هیئت موظف به‌منظور بررسی همه‌جانبه وضعیت عواید، شناسایی منابع عایداتی، بررسی باقیات. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۹:۴
Background image

ننګرهار کې د متوازنې پراختیا او اغېزمنو پروژو د تطبیق په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

۱۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ  رییس مولوي عبدالستار محمد په مشرۍ، د دې ادارې تر چتر لاندې له همکارو مؤسسو او تمویل کوونکو ادارو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۹
Background image

در فیض‌آباد دو مرکز عرضه و فروش محصولات لبنی ایجاد و تجهیز شد

۱۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
به‌منظور توسعه زنجیره ارزش محصولات لبنی، بهبود عرضه محصولات باکیفیت و حمایت از اشتغال‌زایی و توانمندسازی اقتصادی خانواده‌ها، دو مرکز عرضه و فروش محصولات لبنی در شهر. . .

BACK TO NEWS