خوست کې د درو واټر شیډونو جوړولو تړونونه لاسلیک شول

naim.rezai
دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۴ - ۱۴:۶
خوست کې د درو واټر شیډونو جوړولو تړونونه لاسلیک شول

۴ زمری ۱۴۰۰
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د کرنې وزارت د کرنې او خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژې (EAST) او ددې ولایت د یوشمېر پراختیایي شوراګانو ترمنځ د آبریزې (واټرشېډ) جوړولو تړونونه لاسلیک شوي دي.
د خوست ولایت د کرنې ریاست چارواکي وایي، یاد واټر شیډونه، چې د کرنې ریاست تر چتر لاندې د کرنې او خوړو خوندیتوب بېړنۍ پروژې له خوا جوړېږي، په جوړېدو سره یې د اوبو جذب، د سېلابونو د زیانونو مخنیوی، د سیمې ښکلا او زرغونتیا ته د زمینې برابرولو ترڅنګ خلکو ته کاري فرصتونه هم برابروي.
د چارواکو په خبره ددغو واټرشیډونو د جوړولو ټولیز لګښت ۱۲ میلیونه افغانۍ ده، چې یو یې د موسی خېلو ولسوالۍ د«غلنګ» په سیمه کې او دوه نور یې د ګربز ولسوالۍ میدان اول او شهید کلي کې جوړېږي.
باید وویل شي، چې ددې پروژې په پلي کولو سره د سیمې یوشمېر اوسیدونکو ته د کار زمینه هم برابرېږي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۹:۴
Background image

بررسی وضعیت عواید ریاست زراعت سرپل از سوی هیئت وزارت

۱۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی ضیاءالدین واقف رئیس مالی و حسابی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، همراه با هیئت موظف به‌منظور بررسی همه‌جانبه وضعیت عواید، شناسایی منابع عایداتی، بررسی باقیات. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۹:۴
Background image

ننګرهار کې د متوازنې پراختیا او اغېزمنو پروژو د تطبیق په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

۱۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ  رییس مولوي عبدالستار محمد په مشرۍ، د دې ادارې تر چتر لاندې له همکارو مؤسسو او تمویل کوونکو ادارو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۹
Background image

در فیض‌آباد دو مرکز عرضه و فروش محصولات لبنی ایجاد و تجهیز شد

۱۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
به‌منظور توسعه زنجیره ارزش محصولات لبنی، بهبود عرضه محصولات باکیفیت و حمایت از اشتغال‌زایی و توانمندسازی اقتصادی خانواده‌ها، دو مرکز عرضه و فروش محصولات لبنی در شهر. . .

BACK TO NEWS