کندهار کې د الوچې بڼونه او په پار یې د کرنې وزارت کړنې

naim.rezai
شنبه ۱۴۰۰/۵/۲ - ۱۴:۵۳
کندهار کې د الوچې بڼونه او په پار یې د کرنې وزارت کړنې

د بزگر اونیزه | عبدالواسع خان‌زاده
کندهار یو له سمسورو او کرنیز ولایتونو څخه دی، نو ځکه یې ډېری خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي؛ د دغه ولایت ډېرې ولسوالۍ ښې پرېمانه اوبه لري، چې په کرنه او بڼوالي یې خورا ښه اغېزه کړي ده. کندهار د مېوو له پلوه په ځان بسیا او له ځانګړې شهرت څخه برخمنې مېوې لري ، چې انار، انګور، انځر، هندواڼې، مڼې، زردالو، شفتالو، امروت، خټکي او الوچې یې، ځانګړې شهرت څخه برخمن دي.
الوچې د پسرلي موسم د مېوو له ډلې څخه ده، چې مناسبه بیه، ښه خوند او لوړ غذایي ارزښت لري. دغه مېوه ډېر زیات وېټامینونه لري او د یوشمېر ناروغیو د مخنیوي او درملنې په برخه کې رغنده رول هم لري. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ددې مېوې د تکثیر او ترویج په موخه هلې ځلې کوي. په همدې موخه د کرنې وزارت له خوا په زرګونه جریبه ځمکه کې د الوچې بڼونه جوړ شوي دي.
آلوچې د افغانستان په ډېری ولایتونو کې ښه پایله ورکړې ده، چې د ټول هېواد په کچه یې کندهار لوی تولیدکوونکی ولایت ګنل کېږي. له کندهار وروسته په ترتیب سره هلمند دویم، کاپیسا درېیم، کابل څلورم او تخار ولایت د الوچې په تولید کې پنځم ځای لري.
د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایې، الوچې د کندهار ولایت یو له مشهورو مېوو څخه ګڼل کېږي، چې د کندهار د کورنیو بازارونو ترڅنګ ګاونډو ولایتونو او دغه راز د غزني او کابل ولایتونو ترڅنګ نورو ولایتونو ته هم صادرېږي.
د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس، حفیظ الله سیدي وايي د تېرکال په پرتله سږکال ددې ولایت د الوچې حاصلات زیات شوي دي. ښاغلی سیدي وایي، چې د کندهار ولایت د ارغنداب، ډنډ، پنجوايي، ژېړۍ او دامان ولسوالیو کې د الوچې ډېر بڼوڼه شتون لري.
د کندهار دکرنې رییس وویل: «د کندهار ولایت په کچه د الوچې ۳۵۰ جریبه بڼونه شتون لري، چې د ټېرکال په پرتله یې حاصلات ډېر شوي دي او تمه ده، چې حاصلات یې څه باندې څلور زره ټنو ته ورسېږي.»
حفیظ الله سیدي وویل، چې په کندهار ولایت کې الوچې ښه حاصل ورکوي او  بڼوال یې له حاصلاتو خوښ دي. د ښاغلي سیدي په وینا، په دې وروستیو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په اډانه کې د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې ( NHLP) له خوا بزګرانو ته د الوچې نوې او عصري بڼوڼه هم جوړ شوي دي.
کندهار کې ډول ډول الوچې شتوتن لري، چې د تورګرنګیچ، تور کوکران، کوچني او لوی کندهاري الوچو په نوم یادېږي.
د ارغنداب ولسوالۍ یوتن بڼوال محمدنادر وویل: «زه په ۲۰ جریبه ځمکه د الوو بڼ لرم او په کلنۍ ډول ترې ۴۰ ټنه الو لاسته راوړم.»
محمدنادر زیاته کړه، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ته مې دا وړاندیز دا ده، چې په کندهار ولایت کې په نوې او عصري ډول د الوچې نوې بڼونه جوړ او د ناروغیو د مخنوي په پار ورسره د درملو همکاري وکړي.
د الوچې بڼوال وایي، چې ددې ارزښت لرونکي مېوې د ودې او پراختیا به پار ښه فرصت شتون لري. ددغو بزګرانو په خبره دغه مېوه نوی دود شوی او ښه بیه هم لري.
کندهار ولایت د الوچې دمارکېټ نه شتون د بڼوالو لپاره یوه بله ستونزه ده، دمګړۍ په کندهار کې  جنګي حالات هم د مېوو په فصل او بازار ځانګړې اغېزهکړې ده.
کندهار کې یو من الوچې له ۱۰۰ تر ۱۵۰ افغانیو خرڅېږي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ددې مېوې د ترویج او تکثیر په برخه کې له ۲۰۱۳ ام کال را په دې خوا له لاسته راوړنو ډک فعالیتونه تر سره کړي دي. په دې موده کې دکرنې وزارت له خوا د الوچې زرګونه جریبه بڼونه جوړ شوي دي، چې یوشمېر بڼونه یې اوس په ثمر رسېدلي دي.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۵:۱۵
Background image

دستاوردهای یک‌ساله وزارت زراعت در برنامه «حکومت در آیینه مطبوعات» بازتاب یافت

۱۱ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
در چارچوب برنامه «حکومت در آیینه مطبوعات» که به مناسبت هفته اقتصاد و خودکفایی در مرکز رسانه‌های حکومت برگزار شد، دستاوردهای یک‌ساله وزارت زراعت، آبیاری و مالداری توسط. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۰:۴۱
Background image

توزیع معاش ماهانه برای بیش از یک‌هزار کارگر پروژه‌های زراعتی و تاب‌آوری غذایی در پنجشیر

۱۱ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پنجشیر خبر داده است که در هماهنگی با این ریاست و با حمایت مالی برنامه جهانی غذا (WFP)، معاش یک‌ماهه بیش از یک‌هزار تن از کارگران. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۰:۳۸
Background image

رئیس زراعت تخار از مدیریت خدمات زراعتی ولسوالی کلفگان بازدید کرد

۱۱ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار، در جریان سفر کاری به ولسوالی کلفگان از مدیریت خدمات زراعتی این ولسوالی بازدید کرده و روند عرضه خدمات. . .

بازگشت به خبرها