تېرو شپږو مياشتو کې څه باندې ۱.۴ميليارډه افغانۍ کرنيز پورونه وېشل شوي

content_admin
تېرو شپږو مياشتو کې څه باندې ۱.۴ميليارډه افغانۍ کرنيز پورونه وېشل شوي

۲۴چنګاښ ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې د پراختیا وجهي صندوق له لارې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د کرنې سکټورمتشبثينو، بزګرانو، کوپراټیفونو، کرنیزې سوداګرۍ، دچرګانو فارم لرونکو، د غواو روزونکو، کبانو روزونکو، د خوراکې توکو د تولید فابریکو، د وچو او تازه مېوو صادرونکو ته د غوښتنو مطابق په ۱۴۰۰م کال کې ۱.۸ ملیارډه افغانۍ کرنيز پور ورکوي،  چې تر دې دمه څه باندې ۱.۴ميليارډه يې وېشل شوي دي.
د کرنې د پراختیا وجهي صندوق د چارواکو په وینا، په تېرو شپږو میاشتو کې د کرنې پراختیا وجهي صندوق توانیدلې ده، چې بېلابېلو ولایتونو کې د کرنیز سکټور فرعي متشبثینو ته یو ميليارډ او ۴۷۵ میلیونه افغانۍ پور ورکړي، چې له نېکه مرغه د یادو پیسو په وېش سره صندوق ۸۰ سلنه خپلې موخې ته رسیدلې ده. ددوی په خبره  د کرنې د پراختیا وجهي صندوق پاتې پیسې به د ۱۴۰۰م مالي کال ترپایه د کرنې سکټور په متشبثینو ووېشل شي.
  دا په داسې حال کې ده، چې د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت د ياد صندوق له لارې په ۱۳۹۹یم مالي کال کې پر څه باندې شپږ زره بزګرانو نږدې یونیم میلیارډ افغانۍ پور وېشلي دي.
کرنیز او مالدارۍ پورونه کرنیزو پورونو ته د بزګرانو دلاس رسي، د دوی پرځان بسیاینه او د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د دوی د ودې په پار وېشل کېږي.
د کرنې د پراختیا وجهي صندوق "ADF" یو مالي دولتي غیر بانکي بنسټ دی، چې د امریکا متحده ایالاتو پراختیایې ادارې «USAID» له خوا مالي ملاتړ کېږي او د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تر چتر لاندې فعالیت کوي. د افغانستان د کرنې د ودې او ښه کولو په موخه د مالي منځکړیو او پور ورکولو له لارې سوداګریزو بزګرانو او سوداګرو ته پورونه ورکول ددې صندوق سترې دندې دي.