غزني کې د زعفرانو ننداریزو قطعو جوړولو په پار پر یوشمېر بزګرانو د زعفرانو پیاز ووېشل شو

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۸/۴/۲۳ - ۱۶:۱۳
۲۲ چنګاښ ۱۳۹۸ د غزنې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت پر یوشمېر بزګرانو د زعفرانو ننداریزو قطعو جوړولو په پار د زعفرانو پیاز او د زعفرانو د کرکېلي اړونده توکي وېشل شوي دي. د غزنې د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت پر یوشمېر بزګرانو د زعفرانو د ننداریزو قطعو جوړولو په پار د زعفرانو پنځه ټنه پیاز، تقویتي سره او کرنیزې کڅوړې، چې په کې «ماسک، دستکشې، پینس، المونیمي قطی، پلاستیکي سبد او پلاستیکي سطل» شامل دي وېشل شوي دي. د غزنې دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د زعفرانو دغه وېشل شوي پیاز په لسو یو جریبه ننداریزو قطعو کې کرل کیږي ترڅو سلګونه بزګران وکولای شي، چې ترې په علمې او نظري توګه زده کړې وکړې. ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د زعفرانو د کرکېلي دودول او له دې لارې د بزګرانو د عوایدو زیاتول دي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۹
Background image

سردخانه عصری ۱۰۰ متریک تنی در جوزجان به یک شرکت خصوصی به اجاره سپرده شد

۲۸ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت جوزجان یک باب سردخانه عصری و معیاری به ظرفیت ۱۰۰ متریک تن را که با هزینه بیش از ۳۴ میلیون افغانی از سوی وزارت زراعت، آبیاری و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

نشست پیرامون انکشاف صنعت مرغداری در افغانستان برگزار شد

۲۸ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
نشستی به رهبری مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، با حضور نماینده‌گان معاونیت اقتصادی ریاست‌الوزراء، وزارت‌های مالیه و صنعت و. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

افتتاح و بهره‌برداری یک چکدم با ظرفیت ذخیره ۱۰۰ هزار متر مکعب آب در ولایت فراه

۲۷ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
یک چکدم به طول مجموعی ۴۱۲ متر و ظرفیت تقریبی ذخیره ۱۰۰ هزار متر مکعب آب در قریه انجیران ولسوالی پشت‌کوه ولایت فراه افتتاح و به بهره‌برداری سپرده شد.
مراسم افتتاح این. . .

BACK TO NEWS