ننګرهار کې د ۶۸۰ زره افغانيو په ارزښت د وښو ميده کولو ماشينونه ووېشل شول
۱۰غبرګولی ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند له دويم ملي لومړيتوب څخه د ملاتړ برنامې SNaPP2 له خوا دننګرهار ولايت په ۱۲ ولسواليو کې د ۶۸۰ زره افغانيو په ارزښت څارويو لپاره د وښو ميده کولو ۶۸ ماشينونه ووېشل شول.
دغه ماشينونه د ننګرهار ولايت د بهسود ، کامه ، دره نور ، کوزکونړ ، ګوشته، لعلپوره، مومندره، چپرهار، پچیراګام، سره رود، رودات او خوګیانو ولسواليو کې د ختیځ لبنیاتو ټولنې او ځني نورو ګروپونو ته ورکړل شوي دي.
دننګرهار دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ رییس انجنير انعام الله صافی وايي، یاد ماشینونه د ختیځ لبنیاتو هغه ګروپونو ته ورکول شوې، چې دختیځ لبنیاتو ټولنې ته شیدې ورکوي، او ترڅنګ یې دمالدارېدۍ هغو ګروپونو ته ورکړل شوي، چې د مالدارۍ فعالیتونه ترسره کوي.
صافی وویل، دا ٦٨ پايې ماشینونه چې هر يوه يې ١٠ زره افغانې ارزښت لري، مالدارانو سره د وښو د ضایعاتو مخنیوي، د و ښو څخه عظمې ګټه اخیستنې، د لبنیاتو زیاتوالي، دمالدارانو اقتصادي پياوړتیا او ترویج په موخه ورکړل شوي دي.
ختیځ لبنیات په ننګرهار کې د شېدو ټولولو او پروسس لوی مرکز دي، چې د ننګرهار ډېری مالداران یادې ټولنې ته شیدې ور وړي.