ننګرهار کې د کلک زړو مېوو نندارتون په لاره واچول شوه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۴ - ۱۱:۴۴
ننګرهار کې د کلک زړو مېوو نندارتون په لاره واچول شوه

۱۴ غويی ۱۴۰۰
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست له خوا د ننګرهار ولایت په مقام کې د کلک زړو مېوو يو ورځنی نندارتون په لاره واچول شوه.
په دې نندارتون کې د ننګرهار والي ضیأالحق امرخېل، د ولایت مرستیالان، د کرنې ريیس انجنير انعام الله صافی، د سکتوري ادارو ریسان  او نورو مسوولین ګډون درلود.
یاد نندارتون کې د ننګرهار کرنې ریاست د مېوو کلکسون د کلک زړو مېوو لکه شفتالو، آلوچه، زردالو او لوکاټو ٤٠  ډولونه د لاښه ترویج او بزګرانو ته د نویو ډولونو پېژندنې په پار  نندارې ته اېښودل شوي ول. دافغانستان په شپږو زونونو  کې د مختلفو مېوو ملي کلکسونونه جوړ شوي، چې یو له هغو څخه د ننګرهار کرنې ریاست دمېوو کلکسون دی،  چې  ملي کلکسونونه لري لکه انځر ، خرما، سټروس، زیتون، املوک او لوکاټ ډول ډول نیالګي ترڅېړنې لاندې نیول شوي دي. د مېوو کلکسون تراوسه په کلک زړو مېوو کې دشفتالانو د اتو ډولونو څخه ٥ ،  آلوچو  د اتو ډولونو څه ٣،  د زردالو د ۱۲ نوعو څخه ٣ نوعې بزګرانو ته  دکښت سپارښتنه کړې ده.
د همدغه سپارښت شویو ډولونو څخه د ننګرهار د کرنې ریاست په ۱۸ ولسوالېو کې په  زرګونه  جریبه ځمکه کې بڼوالو ته بڼونه  جوړ کړي، چې بڼوال ترې ښه عوايد ترلاسه کوي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها