شنې خونې د ننګرهاري بزګرانو د عوایدو غوره سرچینې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۱ - ۱۳:۵۳
شنې خونې د ننګرهاري بزګرانو د عوایدو غوره سرچینې

۱۱ غویی ۱۴۰۰
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، په ټولو موسمونو کې سابه او ترکاریو ته د ننګرهار د خلکو د لاس رسي، د موسمي تولیداتو زیاتوالی او په بازارونو کې د کرنیزو حاصلاتو د ډېرښت په پار ننګرهار کې سلګونه شنې خونې جوړ شوي دي، چې اسمهال یې حاصلات ددې ولایت په هټیو کې پلور ته وړاندې شوي دي.د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې دکرنې وزارت د پرمختیایي برنامو او پروژو له لارې په دې ولایت کې د لوړ ارزښت لرونکو کرنیزو محصولاتو او د سبو او ترکاریو د کرکېلي د نویو لارو چارو دودولو په پار ددې ولایت په کچه سلګونه لوی او کوچني شنې خونې جوړې کړي دي.
د ننګرهار د کرنې رییس انعام الله صافی وایي، چې د یادو  شنوخونو له ډلې یوازې د کرنې وزارت اړوند د کرنې دودې او کلیوالي پراختیا پروژې (CBARD) په همکارۍ له ۲۰۱۸ام کال را په دېخوا په دې ولایت کې ۴۱۰ لوی او کوچني سوداګریزې شنې خونې جوړې شوي دي او د مارکېټ غوښتنې ته په کتو رومي بانجان، بادرنګ او بېلابېل سابه او ترکاري په کې کرل کیږي.
ددغو شنوخونو له ډلې ۱۸۰ سوداګریزې شنې خونې نارینه کروندګرو او ۲۳۰ کوچنۍ شنې خونې مېرمنو ته جوړ شوي دي.
دغه شنې خونې، چې د ننګرهار په اچین، شېرزاد، خوګیاڼی، چپرهار، کوټ او وروداتو ولسوالۍ کې جوړ شوي دي، په یو کال کې دوه فصله ورکوي، چې تر ډېره په کې بادرنګ او رومي بانجان کرل کېږي.
له تېرو څو ورځو راهیسې سابه (سبزۍ) لکه بادرنګ او رومیان چې د ننګرهار په شنو خونو کې راټوکېدلي او په دې موسم کې یې حاصل د ښار په نږدې ټولو هټیو کې ليدل کېږي.
یوشمېر ننګرهاریان وایي، د شنو خونو له برکته روان کال کې د رومیانو(ټماټرو) او بادرنګو د حاصلاتو له کمښت سره به هم مخ نه شي.
له دغو شنوخونو څخه برخمن شوي کروندګر وایي، چې له خپلو شنوخونو څخه په یو کال کې دوه ځلې حاصل راټولوي او په لږ خواری سره ډېره ګټه تر لاسه کوي.
په كرنيز سيسټم كې له شنو خونو څخه لاسته راغلي حاصلات ګټور، خوندور او په بازار كې هم ډېره ګټه د کروندګرو په برخه کوي.
شنې خونې، چې د حرارت د کنټرول لپاره له پلاستيكه جوړېږي، اوس د ننګرهار د بزګرانو لپاره د سرو زرو د خزانو ارزښت لري. دوى وايي، د شنوخونو په پراختيا سره کولای شي، چې دخپل ولایت د اړتیا وړ سابه تولید او ان د ننګرهار ترڅنګ نورو ولایتونو  ته هم وخت په وخت كرنيزې توکي ورسوي.
د کرنې وزارت له خوا دغه شنې خونې په هرموسم کې د تازه سبو د تولید او په لویه کچه د خوړو خوندیتوب او په مېندو او ماشومانو کې د خوارځواکۍ د مخنیوي په موخه جوړې شوي دي. دغه شنې خونې کورنیو ته دا زمینه هم برابروي، چې د خپلو سبو د پلور له لارې ښه عواید تر لاسه کړي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي، چې هېواد کې د شنو خونو حاصلات مخ په زیاتېدو دي.دوی وایي، چې دمګړۍ د هېواد په ټولو ولایتونو کې په سلګونه وړې او سوداګریزې شنې خونې جوړې شوي دي، چې د کال په ټولو موسمونو کې په کې ډول ډول سابه او ترکاري کرل کېږي او د بزګرانو دعوایدو په ښې سرچینې بدل شوي دي.

خبرهای تازه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۶:۹
Background image

دیدار معین زراعت و مالداری با هیئت رهبری موسسه خیریه ترکیه

۱۸ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، امروز در دفتر کارش با سلیمان ایپلی رئیس موسسه خیریه ترکیه و معاونش سردارولی شهباز دیدار و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۲۳
Background image

امضای تفاهم‌نامه همکاری میان وزارت زراعت و کمیته هالند

۱۸ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
تفاهم‌نامه همکاری پروژه «بهبود معیشت‌های پایدار و تقویت زنجیره‌های ارزش در برابر تغییرات اقلیمی در افغانستان» میان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و کمیته هالند در کابل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۲:۱۴
Background image

توزیع نهال‌های مثمر و وسایل باغداری برای ۱۰۰ باغدار در جوزجان

۱۸ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت جوزجان در همکاری با موسسه داکار، برای ۱۰۰ تن باغدار در ولسوالی فیض‌آباد این ولایت، نهال‌های مثمر همراه با وسایل باغداری و کود. . .

بازگشت به خبرها