کونړ کې د بزګرانو پر څلورو ټولنو کرنیزې ماشینرۍ ووېشل شول

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۳ - ۹:۵۴
کونړ کې د بزګرانو پر څلورو ټولنو کرنیزې ماشینرۍ ووېشل شول

۱۳ مرغومې ۱۳۹۹
د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د خوړو نړیوال پروګرام«WFP» په مالي او د «اکټېډ» موسسې په تنیکي همکارۍ ددې ولایت د کرنې د میکانیزه کېدو په پار د یاد ولایت د بزګرانو پر څلورو ټولنو کرنیزې ماشینرۍ او اړونده توکي ووېشل شول.
د کونړ د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې په دغو وېشل شویو توکو کې یوه عراده ټراکټور، یو عراده زرنج، یو عدد د غنمو رېبلو ماشین، یو عدد د بوجو ګنډلو ماشین، د تخم پاکولو یوماشین او یو جنراټور شامل دي، چې د کونړ ولایت د مرکز په ګډون ددې ولایت د خاص کونړ، نرنګ او سرکانو ولسوالیو د بزګرانو پر ټولنو وېشل شوي دي.
ددغو مرستو موخه د بزګرانو ملاتړ او په دې ولایت کې د کرنې میکانیزه کول دي.
له یادو توکو څخه برخمن شوي بزګران وایي، له کرنیزو ماشینونو او توکو څخه په استفادې سره هلې ځلې کوي، چې ډېر او باکیفیته حاصلات تر لاسه کړي.
د دغو توکو په وېش غونډه کې د کونړ والي او ددې ولایت یو شمېر سیمه ییزو چارواکو هم ګډون درلود.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS