۱۳۹۹یم مالي کال په ترڅ کې د هلمند د کرنې ریاست کړنې

mail-admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱۱ - ۱۰:۴۶
۱۳۹۹یم مالي کال په ترڅ کې د هلمند د کرنې ریاست کړنې

۱۱ مرغومې ۱۳۹۹
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ته په ۱۳۹۹یم مالي کال کې ۱۵۵ میلیونه او ۷۸۳زره او ۳۳۳ افغانۍ پراختیایي بودیجه په واک کې ورکړل شوې وه، چې تر دې دمه ددې بودیجې ۸۵ سلنه یې دیاد ولایت د کرنې، مالدارۍ، بڼوالۍ، اوبولګولو او طبیعي سرچینو د پراختیا او دغه راز د کرنې په برخه کې د څېړنې، ترویج او ګڼو نورو برخو کې لګولی دی.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، چې، په روان مالي کال کې په دې ولایت کې د زعفرانو او نورو ارزښت لرونکو بوټو د کرکېلي او ترویج په پار هلې ځلې شوي، د میکانیزه کرکېلي او د بزګرانو د حاصلاتو د زیاتوالي په پار د زعفرانو، غنمو او یوشمېر نورو کرنیزو توکو ننداریزې قطعې جوړې شوي دي، پریوشمېر بزګرانو دغنمو اصلاح شوي تخمونه وېشل، د څېړنیزو فارمونو بشپړول او سمبالول، په دوو فصلونو کې د ۱۴۰ زره هکټاره کرنیزو ځمکو کرل، بزګرانو او ځمکوالو ته کرنیزې چوپړتیاوې وړاندې کول او د نباتاتو د ناروغیو او افتونو پر وړاندې مبارزه هغه چارې دي، چې په ۹۹یم مالي کال کې ترسره شوي دي.
دغه راز سږکال ددې ولایت د بڼوالۍ د پراختیا په پار هم ګڼې کړنې ترسره شوي دي. زلمي الکو وایي، چې د ډول ډول مېوو یوزرو ۴۰۰ نوي بڼونه جوړول، د پستې ۵۰ جریبه بڼونه جوړول، د خرماوو نوي بڼونه جوړول او د ترویج په پار یې هلې ځلې، د نویو مېوو له ډلې کېلې ترویج، د بڼوالو روزل او د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې له لارې د انګورو بڼوالو لپاره ۷۳ عصري ممیزخونې جوړول هغه چارې دي، چې ددې ولایت د بڼوالۍ د پراختیا په پار ترسره شوي دي.
د زلمي الکو په وینا ۹۹یم مالي کال کې ددې ولایت ښځینه و کروندګورو ته پاملرنه شوې او د سبو او مېوو د پروسس توکو په وېش او دغه راز د سبو او مېوو د پروسس د لارو چارو په ښودلو سره سلګونو مېرمنوته د کار زمینه برابره شوې ده.
د هلمند ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ رییس وایې، د مالدارۍ په برخه کې د کانکو ناروغۍ د مخنوي په اړه پراخ کمپاینونه ترسره شوې او په ټوله کې ددې ولایت دمالدارانو د څارویو خوندي کولو په پار د ډول ډول واکسینونو کمپاینونه پلي او مالدارانو ته په بېلابېلو برخو کې روزنه ورکول د هلمند دکرنې ریاست کړنې دي.
د هلمند د کرنې ریاست او همکارو پروژو د بېلابېلوفعالیتونو له لارې، ۴۲سلنه نارینه بزګران او ۲۰ سلنه ښځینه میرمنې په نېغه توګه برخمن شوي دي، چې د یادو تر سره شویو پراختیاييپروژود پلي کولو په پایله کې، د کروندګرو د عایداتو کچه لوړه شوې، زرګونه بزګران او بڼوالانو ته د کار زمینه برابره شوي او ترڅنګ یې د یاد ولایت کرنیز محصولات د کیفیت او کمیت له پلوه ښه شوي، او په ټوله کې د محصولاتو د تولید کچه زیاته شوې ده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۲۶
Background image

ایجاد کشتزارهای نمایشی گندم به‌منظور افزایش حاصلات گندم در خوست

۲۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت خوست در چارچوب بودجه انکشافی امارت اسلامی افغانستان و تحت نظارت ریاست غله‌جات وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، کشتزارهای نمایشی گندم. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۵:۱۴
Background image

برداشت ۵.۱۵ میلیون متریک تُن گندم در کشور؛ افزایش ۱۳.۴ درصدی نسبت به سال گذشته

۲۸ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
براساس آمار ریاست احصائیه زراعتی و تنظیم معلومات وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در سال جاری ۵.۱۵ میلیون متریک تُن گندم در سطح کشور برداشت شده است که در مقایسه با سال. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۳۵
Background image

آغاز روند توزیع تخم اصلاح‌شده بذری گندم و کود کیمیاوی برای دهقانان در بدخشان

۲۸ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
روند توزیع تخم اصلاح‌شده بذری گندم و کود کیمیاوی برای دهقانان ولایت بدخشان آغاز گردید. قرار است در چارچوب این برنامه ۶ هزار و ۴۵۰ دهقان در ولسوالی‌های مختلف این ولایت. . .

BACK TO NEWS