خوست کې د چرګانو روزنې او تولید صنعت مخ په غوړېدو دی

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۱ - ۱۵:۱۸
خوست کې د چرګانو روزنې او تولید صنعت مخ په غوړېدو دی

۱ مرغومې ۱۳۹۹
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د چرګانو روزنې او تولید صنعت ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې دی .
د خوست ولایت د کرنې ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا امر روښان جلالي وایي، چې دیاد ولایت په مرکز او اړوندو ولسوالیو کې د غوښینو چرګانو شاوخوا ۷۸۰ فارمونه شتون لري، چې د ورځې شاوخوا له ۱۰ زرو څخه تر ۱۵ زرو کیلو ګرامه پورې غوښین چرګان بازارته وړاندې کوي.
ښاغلی جلالي وایي، راون ۱۳۹۹یم کال د خوست ولایت په علیشیرو او سپیرې ولسوالیو کې د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې په همکارۍ ۲۵۰ سل قطه یې فارمونه بې وزلو کسانو ته هم جوړ شوي دي او په څنګ کې یې د چرګانو روزنې اړوند توکي، د خوراکي توکو وېش، بې وزلو مېرمنو ته د ۱۴۴ هګیو چرګانو ورکړه، د ناروغیو ضد درمل، عامه پوهاوی او د همکارو پروژو له خوا د نویو فارمونو جوړښت هغه چارې دي، چې د کرنې ریاست او اړوندو پروژو له خواترسره شوي دي.
د خوست د کرنې ریاست د چارواکو په خبره ددې فارمونو د ډېرښت او همکاریو موخه د چرګانو د روزنې صنعت ته پراختیا ورکول، د بې کارۍ کچه کمول او مېرمنو ته په کور د ننه د کار زمینه برابرول دي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها