د کونړ د شاتو سږني تولید څه باندې ۳۳ ټنو ته رسېدلی دی

mail-admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۶ - ۹:۵۴
د کونړ د شاتو سږني تولید څه باندې ۳۳ ټنو ته رسېدلی دی


۲۶ لیندۍ ۱۳۹۹
د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په کونړ ولایت کې د شاتو مچیو د روزنې وضعیت په بې ساري توګه مخ پر وده ده، شمېرې ښیي چې په دې ولایت کې د شاتو مچیو شاوخوا۶۳ واړه او لوی فارمونه شته دي، چې د شاتو د تولید سږني کچه یې نږدې۳۳.۶ ټنو ته رسېدلې ده.
د کونړ د مالدارۍ خدمتونو او څارویو د روغتیا چارو امر ګل رحمن حنانزی وایي، چې د یاد ولایت په کچه د شاتو مچیو ۶۳ فارمونه فعالیت لري، چې له یادو فارمونو څخه سږکال ۳۳.۶ مټریک ټنه شات تولید شوي دي.
د ښاغلي حنانزي په خبره، دکونړ د شاتو په شاوخوا ۶۳ فارمونو کې د شاتو مچیو له یوزرو او ۹۰۰ څخه تر دوه زره صندوقه مچۍ روزل کیږي. یادې مچۍ ډول ډول شات تولیدوي، چې له دې ډلې خورا مشهور یې شونشوبی، لاچي، کریچي ګل، سپېرکۍ، شړشم ګل، شفتل ګل او پلوڅه دي، چې په دغه ولایت کې خورا ډېر تولید او مینه وال لري.
د کونړ د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د شاتو مچیو د صنعت د پراختیا په پار د فارمدارانو منظمه ټولنه جوړول، پر فارم لرونکو د شاتو مچیو وېش، د شاتو مچیو روزنې او د صندوقونو د لېږد رالېږد په هکله فارم لرونکو ته عامه پوهاوی او پر فارم لرونکو د ناروغیو او افتونو ضد درملو وېش هغه چارې دې، چې سږکال تر سره شوي.
یاد ولایت د شاتو مچيو روزلو او شاتو توليد لپاره مناسبه هوا او چاپېريال لري  او دا ددې لامل شوې، چې په دې ولایت کې د شاتو مچيو روزلو صنعت ورځ تر بلې وده وکړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS