بغلان کې پر یوشمېر بزګرانو د زعفرانو څلور زره او ۵۰۰ کیلو پیاز ووېشل شو
۲۱ غبرګولی ۱۳۹۸
د بغلان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت پر ۹ بزګرانو د زعفرانو څلور زره او ۵۰۰ کیلوګرامه پیاز او کرنیز کڅوړې وېشلي دي.
د بغلان د کرنې ریاست په خبره د زعفرانو وېشل شوي پیاز ددې ولایت په ۸ ولسوالیو کې د زعفرانو د ننداریزو قطعو د جوړولو په پار وېشل شوي دي.