کونړ کې پر څه باندې ۶۵۰۰ بزګرانو د غنمو د اصلاح شويو تخمونو د وېش لړۍ پیل شو

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۱۹ - ۱۴:۴۵
کونړ کې پر څه باندې ۶۵۰۰  بزګرانو د غنمو د اصلاح شويو تخمونو د وېش لړۍ پیل شو

۱۹لړم۱۳۹۹
 دکونړ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت پر بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پیل کړی دی.
په دې لړۍ، کې د کونړ ولایت دمرکز په ګډون دياد ولايت د ولسوالیو  پر ښپږ زره او۵۲۰ بزګرانو د غنمو ۳۲۴مټريک ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشل کیږي، چې د چتر لاندې سيمو د غنمو په حاصلاتو کی به د پام وړ زیاتوالي راشي.
د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست وایي، چې په دې لړۍ کې پر شپږ زره او۵۲۰  بزګرانو د دغنمو۳۲۴ مټريک ټنه اصلاح شوي تخمونه چې هر یوه بزګر ته ۵۰ کیلو ګرامه اصلاح شوي تخمونه وېشل کیږي، چې په پایله کې یې ددې ولایت په ۱۳زره او۴۰ جریبه ځمکه کې به د غنمو اصلاح شوي تخمونه وکرل شي.
دغه تخمونه د سبسایډي په ډول ویشل کیږي، چې ۶۰ سلنه لګښت یې د کرنې وزارت او ۴۰ سلنه نور لګښت یې برخمن شوي بزګران پرې کوي.
سږکال دهېواد په کچه پر ۲۸۰ زره بزګرانو دغنمو ۱۴ زره اصلاح شوي تخمونه وېشل کيږي.
ويل کيږي چې اصلاح شويو تخمونو وېش، د ترچتر لاندې سيمو دغنمو حاصلات له ۲۰تر۳۰سلنه زياتوي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS