غزني کې د شېدو پروسس مرکز چارې ۵۰ سلنه بشپړ شوې دي
![غزني کې د شېدو پروسس مرکز چارې ۵۰ سلنه بشپړ شوې دي](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2020-11/123367858_3769645406393365_3140455766879585821_o.jpg)
۱۲ لړم ۱۳۹۹
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایې، په غزنې ولایت کې د شېدو د راټولو او سړولو مرکز چارې په چټکې سره دوام لري او په راتلونکې یو میاشت کې به ګټې اخستنې ته وسپارل شي.
د غزنې ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایې، د شېدو د راټولولو یاد مرکز د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت جوړیږي، او په ۲۴ ساعتونو کې د یوزرو او ۲۵۰ لېترو شېدو پروسس وړتیا لري. د یاد مرکز په جوړولو سره به په مستقیم او غیر مستقیم ډول ۵۲ تنو ته دندي هم پیداشي.