د کرنې وزارت د ننګرهار په کوټ کې ۸۸ شنې خونې جوړې کړي دي

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۴ - ۱۳:۵۸
د کرنې وزارت د ننګرهار په کوټ کې ۸۸ شنې خونې جوړې کړي دي
 
۲۴ وږی ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ننګرهار په کوټ ولسوالی کې د لوړ ارزښت لرونکو کرنیزو محصولاتو دودولو او د کوکنارو د کرکېلي او تولید د مخنیوي په پار ۸۸ لویې او کوچنۍ شنې خونې جوړې کړي دي.
په كرنيز سيسټم كې له شنو خونو څخه لاسته راغلي حاصلات ګټور، خوندور او په بازار كې هم ډېره ګټه د کروندګرو په برخه کوي.
شنې خونې، چې د حرارت د کنټرول لپاره له پلاستيكه جوړېږي، اوس د کوټ ولسوالی د بزګرانو لپاره د سرو زرو د خزانو ارزښت لري. دوى وايي، د شنوخونو په پراختيا سره کولای شي، چې دخپل ولسوالۍ د اړتیا وړ سابه تولید او ان د ننګرهار نورو ولسوالیو ته هم وخت په وخت كرنيزې توکي ورسوي.
د کرنې وزارت له خوا دغه شنې خونې په هرموسم کې د تازه سبو د تولید او په لویه کچه د خوړو خوندیتوب او په مېندو او ماشومانو کې د خوارځواکی د مخنیوي په موخه جوړې شوي دي. دغه شنې خونې کورنیو ته دا زمینه هم برابروي، چې د خپلو سبو د پلور له لارې ښه عواید تر لاسه کړي.
له دغو شنوخونو څخه برخمن شوي کروندګر وایي، چې له خپلو شنوخونو څخه په یو کال کې څو ځلې حاصل راټولوي او په لږ خواری سره ډېره ګټه تر لاسه کوي.
د کرنې وزارت په ۲۰۱۸ام کال کې د ننګرهار په کوټ کې محمدایاز او آمنې ته په ۳۰۳۰ متر مربع او ۶۰ متر مربع ځمکو کې شنې خونې جوړې کړي دي او ترڅنګ یې دوی ته د شنوخونو اړوند ۴۸ اړین توکي ورکړي او دغه راز د دوی لپاره په شنوخونو کې د کرکېلي او حاصل ټولولو په بېلابېل برخو کې روزنیزې برنامې هم په لاره اچولي دي.
۶۰ کلن محمد ایاز، چې درې زامن او پنځه لوڼې لري په یوه ۱۲ کسیزه کورنۍ کې د کوټ ولسوالۍ په حیدرخان کلي کې ژوند کوي، شپږ جریبه ځمکه لري. هغه په درې جریبه ځمکه کې کوکنار کرل، محمدایاز ددې مضر کښت په راټولولو کې له خپلې کورنۍ سره ډېرې سختې، ناخوالې او کړاوونه ګالل او له یو جریب څخه به یې دوه نیم کیلو ګرامه حاصل راټولول او په بازار کې به یې کیلو په درې زره افغانۍ خرڅول، چې په یوه کال کې یې نږدې ۲۲ زره او ۵۰۰ افغانۍ ګټل، خو ددې پیسې نیمایي برخه به یې بېرته په درمل او کیمیاوي سرو لګول. محمدایاز وویل: «کله مو چې کوکنار کرل د کورنۍ ټول غړي، نارینه او ښځې ټول بوخت و او کله به مو چې کوکنار راټولول نو له زیاتو کړاونو سره به مخ ولو، ځکه چی د کوکنارو را ټولول ډېر سخت کار دی.»
د کرنې وزارت له خوا په ۲۰۱۸ ام کال کې محمدایاز ته په ۳۰۳ متر مربع ځمکه کې شنه خونه جوړه شوه، چي دی اوسمهال په خپله شنه خونه کې د سبو کرکېله کوي.
محمدایاز له خپلې شنې خونې څخه په کال کې دوه ځله حاصل اخلي. په لومړي فصل کې یې بادرنګ وکرل او دڅلورو میاشتو په موده کې یې دوه زره او ۸۰۰کیلو ګرامه حاصل واخیست او هره کیلو یې په ۲۲ افغانیو په سیمه ییزو بازارونو کې خرڅ کړل. تر اوسه یې ۶۰زره او ۷۰۰افغانۍ لاسته راوړي دي او په دویم فصل کې غواړي رومي بانجان وکري او له هغه هم ښه ګټه لاسته راوړي.
ددې ولسوالۍ ښځې د کور څخه دباندې د کار کولو اجازه نه لري، د کرنې وزارت د کوچنیو شنوخونو په جوړولو سره د کورنیو په اقتصادي پیاوړتیا کې د ښځو ونډه ډېره کړې ده. کوچنۍ شنې خونې د ښځو لپاره د پیسو ګټلو یوه ښه سرچینه ده کومې پیسې، چې د سبو دخرڅلاو څخه لاسته راوړي د کور په لګښتونو کې له خپلو کورنیو سره مرسته کوي.
۵۵ کلنه آمنه د کوټ ولسوالۍ د عطاخان په کلی کې ژوند او کرکېله کوي او ددې کلي یو له کروندګرو مېرمنو څخه ده.
آمنې، اته جریبه ځمکه لري، چې مخکې به یې په څلور جریبه ځمکه کې کوکنار کرل او د خپلې کورنۍ له غړو سره له ګڼو خواریو اوستونز وروسته په یوه کال کې به له یو جریب څخه درې کیلو کوکنار راټولول او هره کیلو به یې په څلور زره افغانۍ خرڅول، چې د ټول کال خوارۍ به یې د جریب څه باندې ۱۲ زره افغانۍ ؤ. اوس آمني د خپلې کورنۍ له غړو سره په هغه شنه خونه کې، چې د کرنې وزارت له خوا ورته جوړه شوې ده، د سبو کرکېله کوي او هر کال دوه فصله حاصل تر لاسه کوي. امنې په خپله شنه خونه کې رومي بانجان، کاهو، کرم او دڼیا «ګشنیز» کرلې وه او په څلورو میاشتو کې یې په ټولیزه توکه ۱۳۰ کیلو ګرامه حاصل راټول کړ او دخپل کور د لګښتونو ترڅنګ یې یوه اندازه په بازار کې هم خرڅ کړي دي. آمنې غواړي، چې په دویم فصل کې سابه وکري او له عوایدو څخه یې د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کړي.
باید وویل شي، چې په دې وروستیو کلونو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا کروندګرو او بزګرانو ته سلګونه بابه سوداګریزې، منځنۍ او وړې شنې خونې جوړې شوي، چې له دغو شنوخونو څخه زرګونه کورنۍ ګټه پورته کوی.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۲:۳۷
Background image

معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت با مسوولان یونما دیدار کرد

۱ ثور ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی بازمحمد فیضان، معین آبیاری و منابع طبیعی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با چیریتی واتسن مشاور تغییر اقلیم دفتر معاونت سازمان ملل متحد در افغانستان (یونما)، کورل. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۰:۳۷
Background image

آغاز کمپاین مجادله کیمیاوی علیه آفت مورپتدار خیمه‌ساز در ولایت  پروان

۱ ثور ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین مجادله کیمیاوی علیه آفت مورپتدار خیمه‌ساز به‌گونه رسمی از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پروان  در ولسوالی سالنگ آن  ولایت آغاز شد.
 این برنامه به هدایت. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۰:۳۶
Background image

توزیع خوراکه متراکم و تخم شبدر برای مالداران در ولسوالی بگرام ولایت  پروان

۱ ثور ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پروان به هدف تقویت وضعیت تغذیه‌ای حیوانات و حمایت از مالداران، برای ۱۵۰ تن از مالداران واجد شرایط در ولسوالی بگرام خوراکه متراکم. . .

BACK TO NEWS