کوکهران  څېړنیز فارم کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت یوشمېر پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۲/۲۸ - ۱۲:۵۹
کوکهران  څېړنیز فارم کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت یوشمېر پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د کوکهران په څېړنیز فارم کې د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د یوشمېر پروژو د جوړولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول، چې په دغو پروژو سره یاد فارم په عصري او معیاري ډول روغول شوی دی.
په هغه غونډه کې، چې په همدې موخه جوړه شوې وه د کندهار والي حیات الله حیات، د ولایتي شورا غړي، د کرنې رییس حفیظ الله سیدي، ددې ولایت یوشمېر چارواکو او بزګران ګډون درلود.
د کندهار والي حیات الله حیات غونډې ته په وینا کې د کندهار په ولایت کې دکرنې وزارت هلې ځلې وستایل او په یاد فارم کې ددغو پروژو پر پلي کېدو غوښي څرګنده کړه. هغه دغه راز ژمنه وکړه، چې دیاد فارم غصب شوي ځمکې به له غاصبینو بېرته را وګرځوي. د کندهار والي ددې ولایت د کرنې ریاست له چارواکو وغوښت، چې ددې فارم په ساتنه کې دې ډېره پاملرنه وکړي او د کرنیزو چارو د پراختیا په برخه کې دې ور څخه هر اړخیزه ګټه پورته کړي.
په همدې حال کې د کندهار د کرنې رییس حفیظ الله سیدي وویل، چې په دغو پروژو کې د ۱۲۵۸ مترو په اوږدوالي سره  د کوکهران د فارم د احاطې دیوال جوړول، د دفتر لپاره څلور خونې جوړول، د تخمونو د پاکولو لپاره د ۵۰۰ مټریک ټن وپه وړتیا سره شیلټر جوړول، د ماشین لاتو د پارکنګ لپاره شیلټر جوړول، د ۸۰ زره لیټره په وړتیا سره د اوبو زېرمه جوړول او د اوبو د وېش لپاره د ۶۰۰ مترو په اوږدوالی چینلونه جوړل شوي دي، چې ټولیز لګښت یې ۴۰ میلیونه افغانۍ ده.  
ښاغلی سیدي وویل، چې ددې ریاست د مسلکي او فني کارکوونکو له خوا د کوکهران په څېړنیز فارم کې پر یوشمېر کرنیزو توکو چې په کې غلې دانې شامل دي څېړنې کیږي او د څېړنو پایلې له بزګرانو سره شریکیږي.
کندهار کې د کرنیز فارم بیارغول د دې ولایت دکرنې ریاست یو له هغو کړنو څخه دی، چې په دې ولایت کې د کرنیزو حاصلاتو د ډېرولو په برخه کې به مرسته وکړي.
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست هلې ځلې کوي، چې په دې ولایت کې د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ د ودې په پار څېړنیز پروګرامونه پلي کړي. ددې ادارې د پلان پر بنسټ د کوکهران په څېړنیز فارم کې د حبوباتو، سبو او مېوو پر تخمونو او ددې ترڅنګ د بڼونو داصلاح، ترویج او تکثیر په پار بېلابېل څېړنیز پروګرامونه ترلاس لاندې نیول شوي دي، ترڅو د بزګرانو او بڼوالو د پوهې کچه لوړ او د قناعت وړ حاصل او عاید تر لاسه شي.
باید وویل شي، چې د کرنې سکټور په برخه کې څېړنې د پرمختګ عمده لامل ګڼل کیږي، دا ځکه چې ډېری کرنیزې ټکنالوژۍ د څېړنیو په پایله کې پراختیا مومي، چې پایله یې د کرنیزو محصولاتو زیاتوالی دى.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۲:۵۸
Background image

در ننگرهار تخم‌های اصلاح‌شده سویابین و کودهای کیمیاوی برای ۳۲۰ دهقان توزیع شد

۳۰ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ محرم‌الحرام ۱۴۴۸ هـ.ق
به تلاش ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار و با حمایت مالی و تخنیکی مؤسسه جهانی آموزش و تغذیه، برای ۳۲۰ تن از دهقانان ولسوالی‌های. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۵۸
Background image

توزیع ماشین‌های خشک‌کن سبزیجات و میوه‌جات به ده‌ها تن از دهقانان ولسوالی متاخان ولایت پکتیکا

۳۰ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
۴ محرم‌الحرام ۱۴۴۸ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیکا با تمویل سازمان غذا و زراعت ملل متحد و همکاری تخنیکی مؤسسه اکشن‌اید، روند توزیع ماشین‌های خشک‌کن. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۹
Background image

جلسه هماهنگی زراعت و انکشاف دهات در دایکندی برگزار شد

۳۰ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار هماهنگی زراعت و انکشاف دهات به ریاست مولوی عبدالصمد مقبول رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت دایکندی و با حضور نمایندگان مؤسسات همکار و ادارات مربوطه. . .

بازگشت به خبرها