پکتیا کې د سیابینو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی؛ بزګران د ښه حاصل او اقتصادي عوایدو هیله لري

mail-admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۰:۲۸
پکتیا کې د سیابینو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی؛ بزګران د ښه حاصل او اقتصادي عوایدو هیله لري

۲۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې د روان کال په ترڅ کې د دغه ولایت د مرکز ګردېز، څمکنیو او ځاځي اریوب ولسوالیو بزګرانو د سیابینو په کرنه کې د پام وړ پرمختګ کړی او په بېلابېلو سیمو کې یې د یاد محصول ښه او قناعت‌بښونکي حاصلات ترلاسه کړي دي.
د پکتیا د کرنې ریاست د کرنیزو فعالیتونو او حاصلاتو د ارزونې له مخې، د یادو سیمو مناسب اقلیمي شرایط، حاصلخېزې خاورې، د اوبو مناسب مدیریت او د بزګرانو هڅې هغه مهم عوامل دي، چې د سیابینو د کرکېلي او حاصلاتو په ښه‌والي کې یې اغېز لرلی دی.
د سیابینو د حاصلاتو ښه‌والی د سیمې د بزګرانو لپاره د اقتصادي عوایدو د زیاتوالي، د کورنیو د اړتیاوو د پوره کولو او د کرنیزو محصولاتو د ودې په برخه کې مهم پرمختګ بلل کېږي. همدارنګه، د دغه محصول زیات تولید به په سیمه‌ییزو بازارونو کې د کرنیزو محصولاتو عرضه زیاته او د بزګرانو د اقتصادي وضعیت په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.
سیابین یو له هغو مهمو کرنیزو محصولاتو څخه دی، چې د خوړو او مالدارۍ په برخه کې پراخ استعمال لري. د دې محصول کرکېله د بزګرانو د عوایدو د زیاتوالي ترڅنګ، د مالدارۍ لپاره د خوراکي موادو په برابرولو کې هم مهم رول لري. د کرنې وزارت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرنیزو محصولاتو د تولید او حاصلاتو د زیاتوالي لپاره د بزګرانو د ملاتړ او کرنیزو فعالیتونو د پراختیا هڅې کوي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۴:۴۴
Background image

دیدار معین وزارت زراعت افغانستان  با وزیر انرژی و آب اوزبیکستان 

۲۳ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت و مالداری  وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان  در ادامه سفر رسمی خود به جمهوری اوزبیکستان، با وزیر انرژی و آب این. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۱۱:۳۱
Background image

آغاز کار ساخت کانال شاه کاریز به ارزش بیش از ۵ میلیون افغانی در ولسوالی زرمت ولایت پکتیا

۲۳ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش
کار ساخت شبکه آبیاری در منطقه شاه کاریز ولسوالی زرمت ولایت پکتیا، طی مراسمی آغاز شد.
در مراسم تهداب‌گذاری این پروژه، مولوی رفیع‌الله آمر منابع طبیعی ریاست زراعت،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۳ - ۹:۵۶
Background image

توزیع ۱۵۰۰ بوری تخم بذری اصلاح‌شده گندم برای دهقانان در بلخ

۲۳ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بلخ با همکاری دفتر اکشن‌ایډ  (ActionAid)، روند توزیع تخم بذری اصلاح‌شده گندم را برای دهقانان در ولسوالی چمتال این ولایت آغاز کرد.
د. . .

BACK TO NEWS