آغاز روند توزیع تخمهای اصلاحشده گندم و کودهای کیمیاوی برای ۷۸۰۰ دهقان در بادغیس
۷ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ جمادیالاول ۱۴۴۸ هـ.ق
روند توزیع تخمهای اصلاحشده گندم و کودهای کیمیاوی برای ۷۸۰۰ دهقان مستحق در پنج ولسوالی و مرکز ولایت بادغیس، با هماهنگی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و حمایت مالی مؤسسات «هلپ جرمنی» و «رازی» آغاز شد.
بر اساس این برنامه، برای دهاقین در ولسوالیهای قادس، بالامرغاب، مقر، غورماچ و سنگآتش و همچنان مرکز ولایت بادغیس، تخمهای اصلاحشده گندم و کودهای کیمیاوی توزیع میشود تا زمینه تقویت فعالیتهای زراعتی، افزایش حاصلات گندم و بهبود وضعیت اقتصادی خانوادههای دهقان فراهم گردد.
بر اساس معلومات ارائهشده، به هر دهقان مستفیدشونده یک بسته کمک زراعتی شامل ۵۰ کیلوگرام تخم اصلاحشده گندم، ۵۰ کیلوگرام کود سیاه و ۵۰ کیلوگرام کود سفید توزیع میشود.
قرار است با تکمیل این برنامه، در مجموع ۳۹۰ تُن متریک تخم اصلاحشده گندم، ۳۹۰ تُن متریک کود سیاه و ۳۹۰ تُن متریک کود سفید، در مجموع ۱۱۷۰ تُن متریک مواد زراعتی، به دهاقین تعیینشده توزیع گردد.
روند توزیع این مواد زراعتی زیر نظارت کارمندان مدیریتهای خدمات زراعتی ولسوالیهای مربوط انجام میشود تا کمکها بهگونه منظم و شفاف به دهاقین مستحق برسد و هماهنگی و نظارت لازم در جریان توزیع تأمین شود.
هدف اساسی این برنامه، حمایت از دهاقین، ترویج استفاده از تخمهای اصلاحشده، بهبود کیفیت کشت، افزایش تولید گندم و تقویت وضعیت اقتصادی و معیشتی خانوادههای دهقان است.
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس ضمن قدردانی از حمایت مؤسسات همکار، تطبیق چنین برنامههایی را در راستای گسترش خدمات زراعتی، حمایت از دهاقین و افزایش محصولات زراعتی مهم میداند.
گفتنی است که وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با هماهنگی مؤسسات همکار داخلی و بینالمللی، در ولایتهای مختلف کشور برنامههای توزیع تخمهای اصلاحشده، کودهای کیمیاوی و سایر مواد ضروری زراعتی را تطبیق میکند تا دهاقین به مواد زراعتی معیاری دسترسی پیدا کنند، کیفیت و کمیت حاصلات افزایش یابد و امنیت غذایی و خودکفایی زراعتی کشور تقویت شود.
بادغیس از ولایتهایی است که زراعت و مالداری منابع مهم زندگی و درآمد شمار زیادی از باشندگان آن را تشکیل میدهد. توزیع تخمهای اصلاحشده و کودهای کیمیاوی، بهویژه برای کشت گندم، میتواند در افزایش توان تولیدی دهاقین، بلندبردن حاصلات زراعتی، بهبود وضعیت اقتصادی خانوادههای روستایی و تقویت اقتصاد زراعتی این ولایت نقش مؤثر ایفا کند.
بادغیس کې پر ۷۸۰۰ بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه
۷ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «هلپ جرمني» او «رازي» مؤسسو په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو او مرکز کې پر ۷۸۰۰ مستحقو بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه.
د دغه پروګرام له مخې، د بادغیس ولایت د قادس، بالامرغاب، مقر، غورماچ او سنګآتش ولسوالیو او د ولایت د مرکز اړوند بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي، څو د کرنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا، د غنمو د حاصلاتو د زیاتوالي او د بزګرو کورنیو د اقتصادي وضعیت په ښه والي کې مرسته وشي.
د معلوماتو له مخې، د دغه پروګرام هر ګټه اخیستونکي بزګر ته د کرنیزو مرستو په یوه بسته کې ۵۰ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوي تخمونه، ۵۰ کیلوګرامه توره سره او ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره ورکول کېږي.
ټاکل شوې ده، چې د یاد پروګرام په بشپړېدو سره به په ټولیز ډول ۳۹۰ مټریک ټنه د غنمو اصلاح شوي تخمونه، ۳۹۰ مټریک ټنه توره سره او ۳۹۰ مټریک ټنه سپینه سره، چې ټولټال ۱۱۷۰ مټریک ټنه کرنیز توکي کېږي، پر ټاکل شویو بزګرانو ووېشل شي.
د دغو کرنیزو توکو د وېش بهیر د اړوندو ولسوالیو د کرنیزو خدمتونو مدیریتونو د کارکوونکو تر څارنې لاندې ترسره کېږي، څو مرستې په منظم او رڼا ډول مستحقو بزګرانو ته ورسېږي او د وېش په بهیر کې لازمې همغږۍ او څارنې ته پاملرنه وشي.
د دغه پروګرام اساسي موخه د بزګرانو ملاتړ، د اصلاح شویو تخمونو دودول، د کرنیزو کښتونو د کیفیت ښه والی، د غنمو د تولید زیاتوالی او د بزګرو کورنیو د اقتصادي او معیشتي وضعیت پیاوړتیا ده.
د بادغیس ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د همکارو مؤسسو له ملاتړ څخه د هرکلي ترڅنګ، د کرنیزو خدمتونو پراختیا، د بزګرانو لاسنیوی او د کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي په برخه کې د دا ډول پروګرامونو پلي کول مهم بولي.
د یادونې وړ ده، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د همکارو کورنیو او نړۍوالو مؤسسو په همغږۍ، د اصلاح شویو تخمونو، کیمیاوي سرو او نورو اړینو کرنیزو توکو د وېش پروګرامونه پلي کوي، څو بزګران معیاري کرنیزو توکو ته لاسرسی ومومي، د کرنیزو حاصلاتو کیفیت او کمیت لوړ شي او د هېواد د خوړو خوندیتوب او کرنیزه ځانبسیاینه پیاوړې شي.
بادغیس د هېواد له هغو ولایتونو څخه دی، چې کرنه او مالداري یې د ګڼ شمېر اوسېدونکو د ژوند او عاید مهمې سرچینې جوړوي. په دغه ولایت کې د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش، په ځانګړي ډول د غنمو د کرکیلې لپاره، کولای شي د بزګرانو د تولیدي وړتیاوو په لوړولو، د کرنیزو حاصلاتو په زیاتوالي، د کلیوالو کورنیو د اقتصادي وضعیت په ښه والي او د کرنیز اقتصاد په پیاوړتیا کې اغېزمن رول ولوبوي.
