میدان وردګو کې د کرنیزو زېربناوو د پراختیا ۱۹ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

qiam_amin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۲۳
میدان وردګو کې د کرنیزو زېربناوو د پراختیا ۱۹ پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۳ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش

۱۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق

د میدان وردګو د کرنې ریاست وایي، چې د دې ولایت د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د کرنیزو زېربناوو د پراختیا، د اوبولګولو د سیستمونو د پیاوړتیا او د کروندګرو او بڼوالو د ستونزو د هواري په موخه د «ډاکار»مؤسسې له لوري ۱۹ ودانیزې او کرنیزې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.

دغه پروژې د میدان وردګو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د «ډاکار» مؤسسې له لوري د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې پلې شوې دي، چې موخه یې د اوبولګولو د اسانتیاوو برابرول، د کرنیزو ځمکو ساتنه، د اوبو د ضایعاتو کمول او د کرنیزو فعالیتونو د پراختیا لپاره د مناسبو شرایطو رامنځته کول دي.

د دایمیرداد ولسوالی د کرنیزو چارو مدیریت د معلوماتو له مخې، په دغو پروژو کې د سرپټو کانالونو، ورخونو، استنادي دېوالونو او د اوبولګولو د لښتیو جوړول شامل دي، چې ټول ودانیزې چارې یې بشپړ شوي او د سیمې د کروندګرو او باغدارانو ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

یادې پروژې د دایمیرداد ولسوالی په نازک‌خېل، کاریز، چتو، چنګه، دوراني، بره چنګه، عادلبېک، احمدخېل، پیره سلطان‌خېل، اورمړ، ابراهیم‌زي، حاجیکه، پاره قلعه، قول‌زنګي، بخشک، بدوړ، للندر او دښتکې سیمو کې پلې شوې دي.

د دغو پروژو په چوکاټ کې د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره سرپټي کانالونه او لښتي جوړ شوي، د اوبو د منظم وېش او کنټرول په موخه ورخونه رغول شوي او د اوبو د مسیرونو د تنظیم، د خاورې د تخریب د مخنیوي او د کرنیزو ځمکو د ساتنې لپاره استنادي دېوالونه جوړ شوي دي.

تمه ده، چې د دغو پروژو په بشپړېدو سره به د اوبولګولو په سیستمونو کې د اوبو د ضایعاتو کچه راټیټه، کرنیزو ځمکو ته به د اوبو رسولو بهیر ښه او د کروندګرو او باغدارانو لپاره به د کرنیزو فعالیتونو د پراختیا زمینه لا برابره شي.

بلخوا، د یادو سیمو کروندګرو، بڼوالو او اوسېدونکو د دغو پروژو له بشپړېدو خوښي څرګنده کړې او د میدان وردګو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست او ډاکار مؤسسې له هڅو یې مننه کړې ده.

د سیمې اوسېدونکو ویلي، چې د دغو پروژو په پلي کېدو سره د اوبولګولو په برخه کې د دوی یو شمېر ستونزو ته رسېدنه شوې ده. هغوی له اړوندو ادارو او همکارو بنسټونو غوښتنه کړې، چې په راتلونکي کې هم د کرنیزو زیربناوو د پراختیا، د اوبو د مدیریت او د کرنیزو ځمکو د خړوبولو په برخو کې ورته نورې پراختیايي پروژې پلې کړي.

د دایمیرداد ولسوالی د کرنیزو چارو مدیریت د دغو ۱۹ پروژو بشپړېدل د کرنیزو زیربناوو د پیاوړتیا، د اوبو د سرچینو د اغېزمن مدیریت او د کروندګرو او بڼوالو د ملاتړ په برخه کې مهم ګام بللی او د ورته پروژو پر دوام یې ټینګار کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د همکارو مؤسسو او پراختیايي بنسټونو په همغږۍ د کرنیزو زېربناوو د رغونې، د اوبولګولو د شبکو د بیارغونې، د اوبو د ضایعاتو د مخنیوي او د کروندګرو د ملاتړ په موخه بېلابېلې پروژې پلې کوي. د دغو هڅو اساسي موخه د اوبو د سرچینو اغېزمنه ګټه اخیستنه، د کرنیزو حاصلاتو زیاتوالی، د کروندګرو د اقتصادي وضعیت ښه‌والی او د هېواد د کرنې سکتور دوامداره پراختیا ده.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۳۴
Background image

تأکید معین زراعت و مالداری بر خودکفایی در سکتور مرغداری

۳ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش

مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در دیدار با فارم‌داران و تاجران سکتور مرغداری بر افزایش تولید تخم‌مرغ، گوشت مرغ، دانه و چوچه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۳۰
Background image

آغاز سروی ساحات مالدارنشین برای شناسایی محل‌های مناسب ایجاد ذخایر آب در ولسوالی شولگره بلخ

۳ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش

سروی ابتدایی ساحات مالدارنشین به‌منظور شناسایی محل‌های مناسب برای ایجاد ذخایر آب در ولسوالی شولگره ولایت بلخ با هماهنگی مدیریت عمومی زراعت این ولسوالی آغاز شد.

این. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۴:۲۷
Background image

آغاز روند توزیع تخم بذری گندم اصلاح‌شده و کودهای کیمیاوی برای دهقانان ولایت دایکندی

۳ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش

روند توزیع تخم بذری گندم اصلاح‌شده و کودهای کیمیاوی سیاه و سفید برای حمایت از دهقانان ولایت دایکندی آغاز شد. این روند در نخستین مرحله در ولسوالی پاتو آغاز شده و قرار. . .

BACK TO NEWS