بررسی امور مالی و راههای افزایش عواید ریاست زراعت پنجشیر
۲۰ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
هیأتی به سرپرستی مولوی ضیاءالدین واقف رئیس مالی و حسابی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، بهمنظور بررسی همهجانبه امور مالی و اداری و شناسایی راههای افزایش عواید، از ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پنجشیر بازدید کرد.
هدف از این بازدید، بررسی دقیق منابع عایداتی، ارزیابی میزان تحقق عواید، شناسایی مشکلات و چالشهای موجود در بخش مالی و ارائه راهکارهای عملی برای بهبود روند جمعآوری و افزایش عواید بود.
در جریان این بازدید، مولوی ضیاءالدین واقف با کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پنجشیر دیدار و پیرامون وضعیت مالی، چگونگی مدیریت منابع عایداتی، میزان تحقق عواید و راههای رفع مشکلات موجود بحث و تبادل نظر کرد. همچنان، بر شناسایی فرصتهای موجود برای افزایش عواید و اتخاذ تدابیر مناسب بهمنظور بهبود امور مالی تأکید صورت گرفت.
این بازدید در راستای ارزیابی وضعیت مالی، شناسایی چالشها و یافتن راهکارهای مؤثر برای بهبود مدیریت منابع عایداتی انجام شد.
در پایان، جلسه با دعای خیر یکی از اشتراککنندگان خاتمه یافت.
د پنجشېر د کرنې ریاست د مالي چارو او د عوایدو د زیاتوالي د لارو چارو ارزونه
۲۰ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي چارو رییس مولوي ضیاءالدین واقف په مشرۍ یوه پلاوي، د مالي او اداري چارو د هر اړخیزې ارزونې او د عوایدو د زیاتوالي د لارو چارو د پېژندلو په موخه، د پنجشېر ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست څخه لیدنه وکړه.
د دې لیدنې موخه د عایداتي سرچینو دقیقه څېړنه، د عوایدو د تحقق کچې ارزونه، په مالي برخه کې د شته ستونزو او ننګونو پېژندنه او د عوایدو د راټولولو د بهیر د ښه والي او زیاتوالي لپاره د عملي لارو چارو وړاندې کول وو.
د دې لیدنې په ترڅ کې، مولوي ضیاءالدین واقف د پنجشېر ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له کارکوونکو سره وکتل او د مالي وضعیت، د عایداتي سرچینو د مدیریت د څرنګوالي، د عوایدو د تحقق کچې او د شته ستونزو د هواري د لارو چارو په اړه یې بحث او د نظرونو تبادله وکړه.
همدارنګه، د عوایدو د زیاتوالي لپاره د شته فرصتونو پر پېژندلو او د مالي چارو د ښه والي په موخه د مناسبو تدابیرو پر نیولو ټینګار وشو.
دغه لیدنه د مالي وضعیت د ارزونې، د شته ننګونو د پېژندلو او د عایداتي سرچینو د مدیریت د ښه والي لپاره د اغېزناکو لارو چارو د موندلو په موخه ترسره شوه.
په پای کې، غونډه د یوه ګډونوال له لوري د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.
