پکتیکا کې ۶۰۵ بزګرانو ته اصلاح شوي د غنمو تخمونه او کیمیاوي سره ووېشل شول
د پکتیکا ولایت د مټاخان، اورګون، زیړوک، نکه، ګیان او برمل ولسوالیو ۶۰۵ بزګرانو ته د اصلاح شوو غنمو تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش بهیر ترسره او هر مستحق بزګر ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ورکړل شول.
دغه فعالیت د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اړیکو دفتر د کرنې برخې د تخنیکي ټیم له لوري د سپټمبر له ۲۸مې څخه د اکتوبر تر ۵مې نېټې پورې ترسره شوی دی.
د معلوماتو له مخې، په مټاخان ولسوالی کې ۱۱۲، اورګون کې ۵۹، زیړوک کې ۱۱۴، نکه کې ۷۸، ګیان کې ۱۱۲ او برمل ولسوالۍ کې ۱۳۰ بزګرانو له یادو کرنیزو توکو څخه ګټه اخیستې ده.
د وېش په ترڅ کې هر مستحق بزګر ته ۳۰ کیلوګرامه اصلاح شوی د غنمو تخم، ۲۵ کیلوګرامه یوریا او ۲۵ کیلوګرامه «ډياېپي» کیمیاوي سره ورکړل شوې ده.
د یاد فعالیت موخه د بزګرانو د کرنیز تولید د کچې لوړول، د اصلاح شوو او باکیفیته غنمو د تخمونو دودول، د غنمو د تولید په برخه کې د مناسبو او نوې کرنیزو طریقو ترویج او له اقلیمي بدلونونو سره د بزګرانو د کرنیزو فعالیتونو د مقاومت پیاوړتیا بلل شوې ده.
د وېش پر مهال د کرنې تخنیکي ټیم بزګرانو ته د اصلاح شوو تخمونو د مناسب استعمال، د تخم د کرلو د اندازې، د کیمیاوي سرو د سم او پر وخت استعمال، د کرلو د مناسب وخت، د ځمکې د چمتو کولو او د نباتاتو د لومړني مدیریت په اړه لازمې تخنیکي لارښوونې هم ورکړې.
د کرنې تخنیکي ټیم په وینا، د اصلاح شوو غنمو تخمونو کارول د دودیزو تخمونو په پرتله د غنمو د حاصل د زیاتوالي زمینه برابروي؛ خو د ښه او باکیفیته حاصل د ترلاسه کولو لپاره د اصلاح شوو تخمونو ترڅنګ د مناسبو کرنیزو طریقو مراعات، پر وخت اوبه ورکول، د سرو مناسب استعمال او د نباتاتو سمه پاملرنه هم اړینه ده.
همدارنګه، د وېش د پروسې پر مهال د اصلاح شوو غنمو تخمونو او کیمیاوي سرو کیفیت، اندازه او د وېش بهیر تر څارنې لاندې نیول شوی، څو ټاکل شوي کرنیز توکي په شفافه او عادلانه توګه مستحقو بزګرانو ته ورسېږي.
اصلاح شوي تخمونه او د نباتاتو لپاره اړینې کیمیاوي سرې د غنمو د تولید د لوړولو له مهمو کرنیزو توکو څخه ګڼل کېږي. د اصلاح شوو تخمونو کارول، د کرنیزو چارو پر وخت ترسره کول، د سرو متوازن استعمال، مناسبه اوبهلګونه او د نباتاتو سمه پالنه د غنمو د حاصلاتو د زیاتوالي او د بزګرانو د تولیدي وړتیا د پیاوړتیا لپاره مهم رول لري.
برای ۶۰۵ دهقان در پکتیکا تخم اصلاحشده گندم و کود کیمیایی توزیع شد
روند توزیع تخم اصلاحشده گندم و کودهای کیمیایی برای ۶۰۵ دهقان در ولسوالیهای متاخان، ارگون، زیروک، نکه، گیان و برمل ولایت پکتیکا انجام شد و به هر دهقان مستحق، تخم اصلاحشده گندم و کود کیمیایی توزیع گردید.
این فعالیت با هماهنگی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیکا و از سوی تیم تخنیکی بخش زراعت دفتر روابط، از ۲۸ سپتامبر تا ۵ اکتوبر انجام شده است.
بر اساس معلومات، در ولسوالی متاخان ۱۱۲، ارگون ۵۹، زیروک ۱۱۴، نکه ۷۸، گیان ۱۱۲ و برمل ۱۳۰ دهقان از این مواد زراعتی مستفید شدهاند.
در جریان این روند، به هر دهقان مستحق ۳۰ کیلوگرام تخم اصلاحشده گندم، ۲۵ کیلوگرام کود یوریا و ۲۵ کیلوگرام کود کیمیایی «دیایپی» توزیع شده است.
هدف از این فعالیت، افزایش سطح تولیدات زراعتی دهقانان، ترویج استفاده از تخمهای اصلاحشده و باکیفیت گندم، ترویج روشهای مناسب و جدید زراعتی در بخش تولید گندم و افزایش مقاومت فعالیتهای زراعتی دهقانان در برابر تغییرات اقلیمی عنوان شده است.
همچنین در جریان توزیع، تیم تخنیکی زراعت در مورد استفاده مناسب از تخمهای اصلاحشده، میزان بذرپاشی، استفاده درست و بهموقع از کودهای کیمیایی، زمان مناسب کشت، آمادهسازی زمین و مدیریت ابتدایی نباتات، رهنمودهای تخنیکی لازم را به دهقانان ارائه کرد.
به گفته تیم تخنیکی زراعت، استفاده از تخمهای اصلاحشده گندم در مقایسه با تخمهای عنعنوی زمینه افزایش حاصلات گندم را فراهم میکند؛ اما برای دستیابی به حاصل خوب و باکیفیت، رعایت روشهای مناسب زراعتی، آبیاری بهموقع، استفاده متوازن از کود و مراقبت درست از نباتات نیز ضروری است.
در جریان این روند، کیفیت، مقدار و چگونگی توزیع تخمهای اصلاحشده گندم و کودهای کیمیایی نیز تحت نظارت قرار گرفت تا مواد زراعتی تعیینشده بهگونه شفاف و عادلانه به دهقانان مستحق توزیع شود.
تخمهای اصلاحشده و کودهای کیمیایی مورد نیاز نباتات، از جمله نهادههای مهم برای افزایش تولید گندم به شمار میروند. استفاده از تخمهای اصلاحشده، انجام بهموقع فعالیتهای زراعتی، مصرف متوازن کود، آبیاری مناسب و مراقبت درست از نباتات، نقش مهمی در افزایش حاصلات گندم و تقویت ظرفیت تولیدی دهقانان دارد.
