پکتیکا کې د جلغوزیو د لس سلنې محصول د راټولولو بهیر تر څارنې لاندې دی

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۸:۴۸
پکتیکا کې د جلغوزیو د لس سلنې محصول د راټولولو بهیر تر څارنې لاندې دی

۱۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پلاوي، د پکتیکا د کرنې ریاست د جلغوزیو د ودې او پراختیا له عمومي مدیر سره یوځای د سروبي، ارګون او چهارباران ولسوالیو ته سفر وکړ. د دغه سفر موخه د تېر کال د چهارمغزو پروژو د وضعیت ارزونه او د روان کال د جلغوزیو د لس سلنې محصول د راټولولو له بهیر څخه څارنه وه.
د سفر پر مهال په ارګون ولسوالی کې د ولسوالی د کرنیزو چارو له عمومي مدیر او د ځنګلونو له مدیر سره ګډه ناسته ترسره شوه. په دې ناسته کې د تېر کال د چهارمغزو پروژو د ساتنې او پالنې، د جلغوزیو د محصول د راټولولو د بهیر د لا ښه تنظیم او شفافیت او په دې برخه کې د شته ستونزو په اړه هر اړخیز بحث وشو.
د ارګون ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیر د محصول د راټولولو او اړوندو چارو لپاره د لګښتونو د برابرولو غوښتنه وکړه او د یاد بهیر په برخه کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
وروسته ګډ پلاوي د ولسوالی د ځنګلونو له مدیر سره یوځای د چهارمغزو پروژو د څارنې په موخه سیمې وکتلې. د سیمې ارزونې پر مهال څرګنده شوه، چې د پروژو شاوخوا ۸۵ سلنه د چهارمغزو نیالګي شنه پاتې دي. د پروژو ګټه‌اخیستونکو ته د نیالګیو د لا ښه ساتنې، پالنې او مراقبت په موخه لازمې سپارښتنې وشوې.
د معلوماتو له مخې، تر اوسه په پکتیکا ولایت کې د جلغوزیو له حاصلاتو څخه شاوخوا ۷ میلیونه افغانۍ محصول راټول شوی دی، چې د محصول د راټولولو بهیر لا هم دوام لري. دغه بهیر د اړوندو ادارو له لوري د شفافیت، تنظیم او د ځنګلي سرچینو د مدیریت په موخه تر څارنې لاندې دی.
پکتیکا ولایت د هېواد له ځنګلي سیمو څخه دی چې د جلغوزیو پراخې ځنګلونه لري او هر کال ترې د پام وړ حاصلات ترلاسه کېږي. د جلغوزیو د حاصلاتو د لس سلنې محصول د راټولولو بهیر د شفافیت او تنظیم په موخه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او د پکتیکا د کرنې ریاست ګډ پلاوي د دغه ولایت یو شمېر ولسوالیو ته سفر کړی دی.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۹
Background image

در فیض‌آباد دو مرکز عرضه و فروش محصولات لبنی ایجاد و تجهیز شد

۱۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
به‌منظور توسعه زنجیره ارزش محصولات لبنی، بهبود عرضه محصولات باکیفیت و حمایت از اشتغال‌زایی و توانمندسازی اقتصادی خانواده‌ها، دو مرکز عرضه و فروش محصولات لبنی در شهر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۸:۴۸
Background image

توزیع گاوهای شیرده برای ۵۰ خانواده زلزله‌زده در کنر

۱۳ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
در کنر، روند حمایت از خانواده‌های زلزله‌زده به‌منظور بازسازی زندگی و تقویت معیشت آنان در بخش مالداری ادامه دارد. در ادامه این روند، در چارچوب پروژه «بازسازی زندگی. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۳:۶
Background image

دیدار رئیس زراعت هرات با هیئت رهبری اتحادیه زعفران افغانستان

۱۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
شیخ مولوی فخرالدین نقشبندی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هرات با هیئت رهبری اتحادیه زعفران افغانستان دیدار و درباره وضعیت کشت و تولید زعفران، فعالیت‌های اتحادیه. . .

BACK TO NEWS