د کرنې وزارت مالي او حسابي رییس د سمنګان د کرنې ریاست د عوایدو وضعیت وڅېړه

qiam_amin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۲۱
د کرنې وزارت مالي او حسابي رییس د سمنګان د کرنې ریاست د عوایدو وضعیت وڅېړه

۳۰ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش

۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف سمنګان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د کرنې ریاست له مسؤلینو سره وکتل او د عوایدو او عوایدي سرچینو وضعیت یې وڅېړه.

په دې کتنه کې د عوایدو د تحصیل په بهیر کې د شته ستونزو او ننګونو، د اجارې ورکولو، د عوایدي سرچینو د پېژندنې او تعقیب او د عوایدو د ضایع کېدو د مخنیوي په اړه بحث او خبرې وشوې.

همداراز، د سمنګان د کرنې ریاست د عوایدو د برخو له مسؤلینو او کارکوونکو سره په جوړه شوې ناسته کې د عوایدو د تحقق کچه، شته ستونزې او د عوایدو د راټولولو او تحصیل د بهیر د ښه والي لارې چارې وڅېړل شوې.

په پای کې، د عوایدو د تحصیل په بهیر کې پر روڼتیا، مسؤولیت‌پذیرۍ، د اړوندو برخو ترمنځ د همغږۍ، د عوایدي سرچینو د تعقیب او د ننګونو د هواري او د عوایدو د زیاتوالي لپاره پر ګډو هڅو ټینګار وشو.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۴۹
Background image

در بلخ برای ۵۵ دهقان ولسوالی نهرشاهی پیاز زعفران توزیع شد

۳۰ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش

کارمندان ریاست زراعت بلخ در  ولسوالی نهرشاهی ولایت بلخ، با همکاری دفتر «دست به دست»، روند توزیع پیاز زعفران را برای ۵۵ دهقان در قریه شهرک وطنی این ولسوالی انجام. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۴۷
Background image

وزیر زراعت با سفیر ایران در کابل دیدار کرد

۳۰ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش

مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان در دفتر کارش با علیرضا بیکدلی سفیر جمهوری اسلامی ایران در کابل، دیدار و درباره گسترش همکاری. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۲۴
Background image

جلسه هماهنگی ریاست عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت با مسئولان ولایتی برگزار شد

۳۰ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش

جلسه آنلاین هماهنگی ریاست عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با حضور مسئولان پلان و پالیسی، احصائیه زراعتی، انکشاف سکتور خصوصی، نظارت و. . .

BACK TO NEWS