د کرنې وزارت مالي او حسابي رییس د بغلان د کرنې ریاست د عوایدو وضعیت وڅېړه
۳۰ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف بغلان ولایت ته د رسمي سفر پر مهال د دغه ولایت له والي سره وکتل او د بغلان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له مسؤلینو سره یې په ناسته کې د عوایدو وضعیت، د عوایدو سرچینې او د عوایدو د تحصیل په بهیر کې شته ستونزې وڅېړلې.
دغه سفر د کرنې وزارت د مقام د مکتوب پر بنسټ ترسره شو، چې په ترڅ کې یې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او حسابي رییس او مل پلاوي د بغلان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له ریاست څخه لیدنه وکړه.
د بغلان له والي سره په کتنه کې د عوایدو د سرچینو، د اجارې ورکولو اړوندو موضوعاتو، د عوایدو د ضایع کېدو د مخنیوي او د عوایدو د راټولولو او تحصیل د بهیر د ښه والي پر لارو چارو بحث او خبرې وشوې.
همداراز، د بغلان د کرنې ریاست د کرنیزو چارو د آمر، مالي او اداري مدیر او د بېلابېلو برخو د مسؤلینو په ګډون په جوړه شوې ناسته کې د عوایدو د تحقق کچه، شته ستونزې او خنډونه او د کاري بهیر د ښه والي لارې چارې تر بحث او ارزونې لاندې ونیول شوې.
په دې ناسته کې د عوایدو د تحصیل په بهیر کې پر روڼتیا، د عوایدو د سرچینو پر تعقیب، د اجارې ورکولو د بهیر پر ښه والي، د اړوندو برخو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا او د شته ستونزو د هواري او د عوایدو د زیاتوالي لپاره د عملي لارو چارو پر رامنځته کولو ټینګار وشو.
په پای کې، مولوي ضیاءالدین واقف د عوایدو چارو ته د جدي پاملرنې، مسؤولیتپذیرۍ، د عوایدو د سرچینو د تعقیب او د ستونزو د هواري او د بغلان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د عوایدي سرچینو د مدیریت د ښه والي لپاره پر ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.
