د کوکنارو بدیل کښتونو د پراختیا هڅې؛ د کندهار ارغستان کې ۲۰ بېوزلو بزګرانو ته د مرخیړیو خونو جوړولو توکي ووېشل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۶:۰
د کوکنارو بدیل کښتونو د پراختیا هڅې؛ د کندهار ارغستان کې ۲۰ بېوزلو بزګرانو ته د مرخیړیو خونو جوړولو توکي ووېشل شول

۱۶ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۰ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې نړۍوالې ادراې (یوان‌اوډي‌سي) په مالي ملاتړ، د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د ارغستان ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر څارنې لاندې، د یادې ولسوالۍ ۲۰ تنه بېوزلو بزګرانو ته د مرخیړیو د خونو جوړولو لپاره اړین توکي ووېشل شول.
د کندهار د کرنې ریاست د چارواکو په وینا، له مرستې څخه برخمنو شویو بزګرانو ته تر دې وړاندې د مرخیړیو د کرنې، روزنې، د خونو د جوړولو لارو چارو او اړوندو تخنیکي موضوعاتو په برخه کې بشپړه روزنه ورکړل شوې وه، ترڅو وکولای شي د مرخیړیو تولید په معیاري ډول پیل او له دې لارې خپلې کورنۍ ته دوامداره عایداتي سرچینه برابره کړي.
د مرستو د عادلانه او شفاف وېش لپاره ځانګړې کمېټه جوړه شوې وه، چې د مستحقو کسانو د نوملیکنې، ارزونې او روزنې چارې یې تنظیم کړې. د پروګرام په ترڅ کې هر بزګر ته د مرخیړیو خونې د جوړولو لپاره ۲۴ قلمه اړین توکي ورکړل شول، چې په کې د فارم جوړولو وسایل، تخنیکي تجهیزات، د مرخیړیو تخمونه، کرنیز مواد او د حفظ‌الصحې اړوند توکي شامل دي.
د هالنډ کمېټې د ترویج کارکوونکي رحیم‌الله نیازي وویل، د پروژې موخه یوازې د توکو وېش نه، بلکې د بزګرانو تخنیکي وړتیا لوړول هم دي، څو هغوی وکولای شي په لنډ وخت کې د مرخیړیو له تولید څخه ښه اقتصادي ګټه ترلاسه کړي او د خپلو کورنیو د ژوند سطحه لوړه کړي.
د یادې پروژې مسؤلین وایي، د دې مرستې اساسي موخې د کوکنارو لپاره د بدیلو کښتونو رامنځته کول، د بزګرانو اقتصادي پیاوړتیا، د مرخیړیو او نورو نوو نباتي محصولاتو دودول، د عایداتي فرصتونو زیاتول او د کرنې سکتور ته د نوې او معیاري ودې زمینه برابرول دي.
په وروستیو کلونو کې د کرنې وزارت او همکارو مؤسسو له لوري د کوکنارو د بدیلو کښتونو د ترویج لپاره بېلابېلې پروژې پلې شوې دي. مرخیړي د هغو عایداتي محصولاتو له ډلې څخه دي، چې په کم ځای، لږو اوبو او لنډ وخت کې لوړ اقتصادي ارزښت لري. د همدې ستراتیژۍ په دوام، څو میاشتې وړاندې د کندهار د خاکرېز ولسوالی ۳۰ بزګرانو ته هم ورته مرستې وېشل شوې وې، چې موخه یې د بدیلو معیشتي فرصتونو برابرول او د بزګرانو د اقتصادي وضعیت ښه کول وو.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۶:۱۴
Background image

توزیع خوراکه حیوانی برای ۱۵۰ مالدار در مرکز ایبک ولایت سمنگان

۱۶ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت سمنگان با همکاری دفتر اکتید، برای ۱۵۰ مالدار در مرکز ایبک این ولایت خوراکه حیوانی توزیع کرد.
در این برنامه، در مجموع ۳۵۰ بوری. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۶:۱۳
Background image

برداشت ۱۳۰ تُن گیلاس از باغ‌های پنجشیر؛ ۲۰ تُن دیگر در آستانه صادرات به کشورهای منطقه

۱۶ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پنجشیر اعلام کرد که در سال جاری ۱۳۰ تُن گیلاس از باغ‌های این ولایت برداشت شده و روند برداشت در برخی مناطق همچنان ادامه دارد. همچنین. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۶ - ۱۶:۱۱
Background image

تکمیل ۶ حوض خاکی برای تقویت منابع آب در ولسوالی خاکجبار کابل

۱۶ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
شش حوض خاکی به منظور تقویت آب‌های زیرزمینی و بهبود منابع آبی در ساحه خواجه‌خلیل قریه چکری ولسوالی خاکجبار ولایت کابل تکمیل و به بهره‌برداری سپرده شد.
این حوض‌ها از سوی. . .

بازگشت به خبرها