د ډیورنډ فرضي کرښې له لاري پاکستان ته د سلګونو پسونو د قاچاق مخه نیول شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۶:۴
د ډیورنډ فرضي کرښې له لاري پاکستان ته د سلګونو پسونو د قاچاق مخه نیول شوې

۴ غبرګولی ۱۴۰۵ه‍.ش
۸ ذُو الحِجَّةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند، د مالدارۍ آمریت چارواکي وایي، چې دمعروف ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو او امنیتي ارګانونو د ویښو او بیدارو مجاهدینو په ګډه همکارۍ، پاکستان ته د۵۱۳ پسونو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
د معروف ولسوالی مسؤلین زیاتوي، چې یو شمېر کسانو هڅه کوله یاد شمېر پسونه د معروف ولسوالی د فرضي کرښې له لاري په غیرقانوني او قاچاقي ډول پاکستان ته انتقال کړي، چې پرمهال یې د مالدارۍ او امنیتي مسؤلینو پر وخت اقدام وکړ او د قاچاق مخه یې ونیول. د دې قاچاق په تړاو اته کسان هم نیول شوي، چې د نورو څېړنو لپاره اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د قاچاقي څارویو د مخنیوي په موخه د کندهار د کرنې ریاست، امنیه قوماندانۍ او اړوندو امنیتي مسؤلینو ګډې هڅې زیاتې شوي دي. چې د همدې هڅو په دوام، تر دې وړاندې هم د زرګونو پسونو د قاچاق مخه نیول شوې وه، او مسؤلین وایي چې په راتلونکي کې به د څارویو د قاچاق پر وړاندې دا ډول کمپاینونه لا هم پیاوړي کړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۹:۹
Background image

در ولسوالی سروبی کابل برای ۱۵۸ خانواده بسته‌های کامل پرورش مرغ توزیع شد

۲۸ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ رَبِیعُ‌الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
از سوی اداره بازسازی دهات افغانستان، تحت چتر ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کابل، پروژه‌ای تحت عنوان «رفاه و توانمندسازی جوامع متضرر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۵:۸
Background image

برنامه سه‌روزه ارتقای ظرفیت کارمندان ریاست زراعت سمنگان آغاز شد

۲۴ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
برنامه آموزشی و ارتقای ظرفیت کارمندان مرکز و ولسوالی‌های ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت سمنگان، با همکاری ریاست امور کارکنان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری آغاز. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۵:۷
Background image

جلسه هماهنگی ریاست عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت با مسئولان ولایتی برگزار شد

۲۴ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه آنلاین هماهنگی ریاست عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با حضور مسئولان پلان و پالیسی، احصائیه زراعتی، انکشاف سکتور خصوصی، نظارت و. . .

BACK TO NEWS