د کندهار ژړۍ کې ۱۳۰ اړمنو بزګرانو ته د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۹
د کندهار ژړۍ کې ۱۳۰ اړمنو بزګرانو ته د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۸ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۱ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ، د کندهار کډوالو مؤسسې «کې‌اراو» په تخنیکي همکارۍ او د ژړۍ ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو تر څارنې لاندې، د یادې ولسوالۍ ۱۳۰ تنه بېوزلو او اړمنو بزګرانو ته د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې.
د ژړۍ ولسوالی مسؤلینو وویل، چې د مرستو د عادلانه وېش لپاره لومړی د مستحقو بزګرانو د نوم‌لیکنې بهیر ترسره شو او وروسته هر بزګر ته ۱۲ کیلوګرامه د جوارو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره، ۵۰ کیلوګرامه توره سره او یوه د هارمینګ کڅوړه ورکړل شوه.
د دغو مرستو اساسي موخه د بزګرانو اقتصادي ملاتړ، له کمو ځمکو څخه د زیاتو حاصلاتو ترلاسه کول، د جوارو کرکېلې پراخول او د اصلاح شويو تخمونو دودول بلل شوي دي، څو بزګران وکولای شي خپل تولیدات زیات او اقتصادي وضعیت ښه کړي.
د کندهارد کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د ژړۍ ولسوالی ترڅنګ د کندهار په دامان، ډنډ او یو شمېر نورو ولسوالیو کې هم د ورته مرستو د وېش لپاره د نوم‌لیکنې لړۍ بشپړه شوې ده او ټاکل شوې، چې په نږدې راتلونکې کې هلته هم د جوارو تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شي.
تمه ده، چې د دغو مرستو په پلي کېدو سره به په کندهار ولایت کې د جوارو تولید زیات، د بزګرانو عواید لوړ او د کرنې سکټور د لا پیاوړتیا زمینه برابره شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱
Background image

رئیس جدید ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندهار معرفی و کارش را آغاز کرد

 

۱۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی عبدالرازق ابوالامین به‌عنوان رئیس جدید ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار تعیین گردید و طی یک نشست رسمی به کارمندان این ریاست معرفی شد.
این تعیینات. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۱:۲۴
Background image

برگزاری ورکشاپ آگاهی‌دهی در مورد مدیریت همه‌جانبه نباتات طبی در غور

۱۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غور ورکشاپ آگاهی‌دهی در مورد مدیریت همه‌جانبه نباتات طبی را با اشتراک ده‌ها تن از باشندگان محل در قریه سیاه‌چوب ولسوالی دولینه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۵۷
Background image

توزیع ۷۹ بسته کمکی وسایل مالداری برای مالداران در ولسوالی الفاروق غور

۱۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۷۹ بسته کمکی وسایل و تجهیزات مالداری از سوی مؤسسه ACF، با هماهنگی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غور و سایر ادارات ذی‌ربط، برای مالداران در شش قریه این ولسوالی. . .

BACK TO NEWS