د هلمند نهرسراج کې د ځنګلونو او څړځایونو نظارت ترسره شوه
۶ غویی ۱۴۰۵ه.ش
۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د نهرسراج ولسوالی د کرنیزو خدمتونو چارواکو د ظریف اکا کلي او فقیر پایند په سیمو کې له ځنګلونو او څړځایونو څخه نظارت ترسره کړ.
یادې سیمې د قدرتي سرچینو مهمه برخه او د ولس ګډه شتمني ده، چې د غصب، تخریب او د ونو پرېکولو مخنیوی یې جدي څارل کېږي.
همداراز، د کرنیزو خدمتونو مدیریت له خلکو وغوښتل، چې د چاپېریالي شتمنیو او عامه منابعو په ساتنه کې له مسؤلینو سره همکاري وکړي.
