جمهوررئیس: د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو خونې جوړېدل به د کرنې د ودې لامل شي

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۱۰ - ۱۵:۲۰
جمهوررئیس: د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو خونې جوړېدل به د کرنې د ودې لامل شي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو خونې پرانیستغونډه کې ګډون او وینا وکړه.
جمهوررئیس په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل، کرنه او مالداري یوازې د ودې نه، بلکې د افغانستان د ثبات لپاره مهم دي.

جمهوررئیس غني زیاته کړه، حکومت کار کوي چې د ښار او کلي فاصله لمنځه یوسي او د کرنې له سیاسي، اداري او اقتصادي هر اړخیز اهمیت څخه استفاده وشي او د افغانستان راتلونکی په کرنې پورې تړلی دی.

د هیواد جمهوررئیس د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو اتحادیو ته وویل، د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو خونې جوړېدل به ستاسو غږ یو کړي او محصولات به مو په اسانه او ارزانه په کور دننه مارکېټونو سربېره بین المللي مارکېټونو ته ورسېږي.

جمهوررئیس وویل، په تېرو پنځو کلونو کې د افغانستان صادرات درې برابره شول او له یو میلیارد ډالرو څخه واوښتل. زموږ پلان دا دی چې هر کال باید په دې کچه ۵۰۰ میلیون ډالر زیات شي. د حکومت ژمنه دا ده چې ستاسو تولیداتو ته بین المللي بازارونه پیدا کړي.

جمهوررئیس د هیواد له سوداګرو وغوښتل چې د صادراتو کیفیت او حیثیت ته جدي پام وکړي او د افغانستان هر سفیر او کونسل به په بهرنیو هیوادونو کې د افغانستان د تولیداتو استازیتوب کوي او تر اوسه د سوداګریزو اتشو کارونو ښه پایله ورکړې ده. صادرات د باور زنځیر دی او دولت ژمن دی چې له پروسس تر پلور پورې په ټولو مرحلو کې اسانتیاوې برابرې کړي.

د هیواد جمهوررئیس په ټینګار سره وویل، د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو د ښه والي لپاره د اوبو مدیریت مهم دی او افغانستان به په راتلونکو پنځو کلونو کې خپلې ۸۰ سلنه اوبه مهار کړي.

جمهوررئیس وویل، د ملي بحث په چوکاټ کې د کابل خلکو سره د کتنو په لړ کې اوبه په پنځو عمده ستونزو کې یوه ده او د څښاک پاکې اوبه خوندي نه دي، نو حکومت کار کوي چې په لویو ښارونو کې د څښاک اوبو ستونزه حل شي. هغه زیاته کړه، د ژوند چاپېریال د تغییر په حال کې دی او اړتیا ده چې موږ هم ورته ځانونه تیار کړو.

جمهوررئیس د هیواد مالدارانو او کروندګرو ته وویل، حکومت په پلان کې لري د هیواد په ۵ نقطو کې د ارزښت زنځیر اساسي مرکزونه جوړ کړي، ترڅو هغوی پوه شي چې محصولات یې له تولید تر پلور پورې خپل اررښت لري او څه ډول یې وساتي.

جمهوررئیس زیاته کړه، دولت د څړځایونو د غصب مخنیوی کوي او ژمن دی چې په تدارکاتو کې کورنیو تولیداتو ته لومړیتوب ورکول کېږي او د ښځو د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو اتحادیو ته به په تدارکاتو کې ۵ سلنه ترجیح ورکړل شي.

همداراز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دُراني وویل، د افغانستان د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو خونې جوړېدل به په ولایتونو او کلیو کې د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو اتحادیې تر یوه چتر لاندې راټولې کړي او له تولید تر پروسس او باراز موندنې پورې ټولو مرحلو کې به همغږي ښه او زیاته کړي.

د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر اجمل احمدي وویل، د یادې خونې جوړېدو ګټه دا ده چې د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو اتحادیې بین المللي بازارونو سره نښلول کېږي او ورسره به ملي اقتصاد وغوړېږي.

په دې غونډه کې، د افغانستان د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو خونې رئیس معروف ظفر وویل، دا مهال په ۷ ولایتونو کې دفترونه لري او په راتلونکو دوو میاشتو کې به په ۶ نورو ولایتونو کې هم دفترونه پرانېزي. دغه خونه د کروندګرو مشخص ادرس دی او د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو د انکشاف او ورته بازار موندلو لپاره به کار وکړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۴۱
Background image

ورکشاپ پنج‌روزه مهارت‌های مدیریتی و رهبری برای رؤسای ریاست‌های مرکزی وزارت زراعت پایان یافت

۱۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ورکشاپ پنج‌روزه مهارت‌های مدیریتی و رهبری با اشتراک بیش از ۵۰ تن از رؤسای ریاست‌های مرکزی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری پس از پنج روز آموزش و بحث‌های تخصصی به پایان. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۵
Background image

نشست کاری ریاست زراعت غور با نمایندگان «اف‌ای‌او» و مؤسسات همکار برگزار شد

۱۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
نشست کاری میان مسئولان سازمان جهانی غذا و زراعت «اف‌ای‌او» در زون غرب و نمایندگان مؤسسات «اکشن اید» و «ای‌سی‌اف» با رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غور برگزار شد.
. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۲:۵۲
Background image

کمپاین واکسیناسیون ۱۵۵ هزار رأس حیوانات در برابر بیماری تب برفکی در میدان وردک آغاز شد

۱۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۵ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
تحت چتر ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت میدان وردک و با حمایت مالی سازمان جهانی غذا و زراعت «اف‌ای‌او»، کمپاین واکسیناسیون ۱۵۵ هزار رأس. . .

BACK TO NEWS