د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

mail-admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۹:۱۸
د بزګرانو او مالدارانو ستونزو ته رسېدنه؛ د هلمند نادعلي ته د کرنې رییس سفر

۲۲ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع د یوه پلاوي په ملتیا نادعلي ولسوالی ته سفر وکړ، چې موخه یې د کرنیزو چارو ښه تنظیم، د ادارو ترمنځ همغږي او د بزګرانو ستونزو ته رسېدنه وه.
په دغه سفر کې د کرنې ریاست سلاکار انجنیر اسدالله، د قدرتي سرچینو آمر محمدحسن محتاج او د عشر د تنظیم آمر قاري مولوي حمدالله بشیراحمد هم دکرنې رییس ملتیا کوله.
یاد پلاوي د نادعلي ولسوالی له ولسوال، د کرنیزو خدمتونو له مدیر، د امنیې قوماندانۍ او استخباراتو له معاونینو او همدارنګه له یو شمېر بزګرانو سره ګډه ناسته ترسره کړه ، په ناسته کې د کرنې سکتور اړوند پر مهمو موضوعاتو هر اړخیز بحث وشو.
د غونډې پر مهال د ادارو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ پر اړتیا ټینګار وشو، څو د کرنیزو خدمتونو وړاندې کول چټک او اغېزمن شي. همدارنګه بزګرانو ته ډاډ ورکړل شو چې د هغوی ستونزې به په جدي توګه تعقیب او د امکاناتو په چوکاټ کې به ورته لازمې مرستې برابرې شي.
د سفر بله مهمه برخه د امارتي ځمکو د غصب د مخنیوي موضوع وه، چې په دې برخه کې د اړوندو ادارو ترمنځ د همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار وشو. سربېره پر دې، د عشر د راټولولو د تنظیم او ښه مدیریت په اړه لازمې سپارښتنې وشوې، ترڅو دا پروسه په منظم او شفاف ډول ترسره شي.
همدارنګه د نادعلي ولسوالی د کرنې مدیریت د ودانۍ د ترمیم موضوع هم وڅېړل شوه، او د اړوندو مسؤلینو له لوري په دې برخه کې د لازم اقدام ډاډ ورکړل شو.
د هلمند دکرنې رییس په خپلو خبرو کې وویل، چې د کرنې سکتور پیاوړتیا د هېواد د اقتصادي ودې بنسټ جوړوي، او اړینه ده چې ټولې ادارې په ګډه کار وکړي تر څو بزګرانو ته لازم خدمات پر وخت ورسول شي.
نوموړي زیاته کړه، چې د کرنې ریاست ژمن دی، څو د بزګرانو ملاتړ ته دوام ورکړي او د هغوی ستونزې په اساسي ډول حل کړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۵
Background image

رئیس مالی و حسابی وزارت زراعت وضعیت عواید ریاست زراعت کندز را بررسی کرد

۱ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی ضیاءالدین واقف، رئیس مالی و حسابی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفر رسمی به ولایت کندز، از ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت بازدید و وضعیت عواید. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

در بلخ یک مرکز جمع‌آوری شیر ساخته و به بهره‌برداری سپرده شد

۱ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۰ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
با همکاری ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بلخ، حمایت مالی و تخنیکی مؤسسه «دی‌سی‌ای» و هماهنگی مدیریت خدمات زراعتی ولسوالی بلخ، یک مرکز جمع. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۲۹
Background image

در بلخ برای ۹۰۰ زن به‌منظور ایجاد باغچه‌های خانگی، مواد زراعتی توزیع شد

۱ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۰ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بلخ، با همکاری دفتر «اکشن اید»، به‌منظور ایجاد باغچه‌های خانگی، برای ۹۰۰ زن در سطح ولسوالی نهرشاهی و شهر. . .

BACK TO NEWS