خوست کې د عشر او زکات راټولولو پروسې د ښه تنظیم او د چارو د لا ښه والي په موخه غونډه دایره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۱:۴۴
خوست کې د عشر او زکات راټولولو پروسې د ښه تنظیم او د چارو د لا ښه والي په موخه غونډه دایره شوه

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د عشر او زکات عوایدو د تنظیم او محاسبې آمریت له لوري د عشر او زکات راټولولو پروسې د ښه تنظیم او د چارو د لا ښه والي په موخه، د مرکزي او ولسوالیو کارکوونکو سره ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې د یاد ریاست رییس مولوي شیرمحمد ذبیح، د ریاست سلاکار او متخصص بهیر ګل صابري، د عشر راټولولو او ګذارشاتو تنظیم آمر مولوي اظهارالدین ابونصر، د ترغیبي عبوري او اموال مواشي زکات راټولولو آمر مولوي حفیظ الله نثار، د عشر او زکات عوایدو تنظیم او محاسبې آمر قاري سید مرجان خالد، د اړوندو آمریتونو کارکوونکو او د ولسوالیو مدیرانو ګډون کړی و.
د ناستې په پیل کې د خوست د کرنې رییس مولوي شیرمحمد ذبیح د پیل وینا واوروله. نوموړي د ۱۴۰۴ هـ.ش کال په ترڅ کې د مرکزي او ولسوالیو کارکوونکو هڅې وستایلې او د راتلونکي لپاره یې لازمې سپارښتنې وکړې. هغه ټینګار وکړ چې عشر او زکات د اسلامي نظام له مهمو وجایبو څخه دي او د دې پروسې سم تطبیق د ټولو مسؤلینو ګډ مسؤلیت دی. همدارنګه یې د دندو پر وخت ترسره کولو، د آمیر اطاعت، او د چارو د لا ښه والي په برخه کې د زیاتو هڅو غوښتنه وکړه، او د ستونزو د حل لپاره یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
ورپسې د عشر راټولولو او ګذارشاتو تنظیم آمر مولوي اظهارالدین ابونصر د اعتمادي عاشرینو او عاملینو د منظم استخدام، د هغوی د فعالیتونو د دوامداره څارنې او روزنې، او له خلکو سره د ښه چلند په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.
د عشر راټولولو او ګذارشاتو تنظیم کارپوه عبدالمجید منیب د ولسوالیو کارکوونکو ته د کلیو په تفکیک د لېستونو جوړولو او ساتلو، او د میاشتنیو، ربعوارو، شپږ میاشتنیو او کلنیو راپورونو د ترتیب او پر وخت د مرکز سره د شریکولو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.
د یادې ناستې په دوام د عشر او زکات عوایدو تنظیم او محاسبې آمر قاري سید مرجان خالد د کتابچو سم ډکولو، د نیمګړتیاوو د نه تکرار، او د هر جنس لپاره د جلا کتابچو د کارولو په اړه لازمې لارښوونې وکړې، ترڅو په راتلونکي کې یې محاسبه په دقیقه او اسانه ډول ترسره شي.
د اجنډا له مخې د ګډونوالو ترمنځ ازاد بحث او د نظرونو تبادله ترسره شوه، چې پکې بېلابېل وړاندیزونه او نظریات شریک شول.
د ناستې په وروستیو کې د خوست د کرنې ریاست سلاکار او متخصص بهیر ګل صابري د ناستې ارزونه ترسره کړه او دا ډول ناستې یې د چارو د ښه والي لپاره مهمې وبللې. نوموړي په راتلونکي کې د ورته ناستو پر زیاتوالي ټینګار وکړ.
همدارنګه، د عشر او زکات عوایدو معلوماتي سیستم عمومي مدیر امیرالدین ایوبي د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د عوایدو راپورونو په اړه سیمینار وړاندې کړ او د ۱۴۰۵ هـ.ش کال لپاره یې د ولسوالیو د عشر او زکات راټولولو مدیرانو کلنی پلان تشریح کړ.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۲۷
Background image

وزارت زراعت زمین را به اداره تنظیم امور زندان‌ها انتقال داد

۲۵ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذی‌الحجه ۱۴۴۷ هـ.ق
در نشستی که در ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شد و در آن مولوی عبدالعلی عمری، رئیس عمومی استملاک و اسکان مجدد زمین‌ها، حافظ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۲۴
Background image

سمینار آموزشی سه‌روزه به منظور ارتقای سطح علمی کارمندان در ریاست اراضی برگزار شد

۲۵ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
به منظور ارتقای ظرفیت‌های مسلکی و افزایش سطح دانش کارمندان، سمینار آموزشی سه‌روزه‌ای در ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار گردید.
این سمینار از سوی ریاست. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۱:۳۵
Background image

توزیع تخم اصلاح‌شده جواری و کودهای کیمیاوی برای دهقانان پیشقدم ولایت کابل

۲۵ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کابل، به منظور ترویج روش‌های معیاری کشت و افزایش حاصلات زراعتی، ۱۴۴ کیلوگرام تخم اصلاح‌شده بذری جواری را همراه با ۹۰۰ کیلوگرام کود. . .

بازگشت به خبرها