میدان وردګو کې د زرغونتیا د پیاوړتیا لپاره شاوخوا ۱۵ زره مثمر او غیرمثمر نیالګي ووېشل شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۴:۵۴
میدان وردګو کې د زرغونتیا د پیاوړتیا لپاره شاوخوا ۱۵ زره مثمر او غیرمثمر نیالګي ووېشل شول

۱۱ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت په بېلابېلو سیمو کې د چاپېریال د ښکلا، ښایست او زرغونتیا د پیاوړتیا په موخه د نیالګیو د وېش پراخه لړۍ پلې شوې، چې له مخې یې تر دې دمه شاوخوا ۱۵ زره مثمر او غیرمثمر نیالګي د سیمې اوسېدونکو ته سپارل شوي دي.
دغه لړۍ د میدان وردګو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري تنظیم شوې، چې پکې بېلابېل نیالګي لکه مورپان، ناجو، غرني بادام، پشه‌خانه، ښنګ او ګل‌برګ شامل دي. یاد نیالګي د چاپېریالي ښکلا، زرغونتیا او طبیعي توازن د ښه والي په موخه وېشل شوي دي.
د یاد ولایت د کرنې ریاست اړوند د قدرتي سرچینو آمریت مسؤلینو د نیالګیو د وېش ترڅنګ د سیمې اوسېدونکو ته لازمې تخنیکي لارښوونې هم وړاندې کړې دي، چې پکې د نیالګیو ترمنځ مناسبه فاصله، د خاورې نرمول، پر وخت کېنول او منظم خړوبول شامل دي، څو د نیالګیو د ښه ودې زمینه برابره شي.
ټاکل شوې ده، چې دغه نیالګي به د میدان وردګو د نهو ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې، په ځانګړي ډول په عامه ځایونو، مدرسو، ښوونځیو، کلینیکونو او د ولسوالیو مقامونو اړوند سیمو کې کېنول شي، څو د چاپېریال ساتنې ترڅنګ د خلکو لپاره سالم او ښکلی چاپېریال رامنځته شي.
چارواکي وایي، چې د دې نوښت موخه یوازې زرغونتیا نه ده، بلکې د اقلیمي بدلونونو د ناوړه اغېزو کمول، د هوا د ککړتیا مخنیوی، د خاورې د تخریب کنټرول، د اکسیجن تولید زیاتوالی، د کاربن ډای اکساید جذب او د شنې فضا رامنځته کول هم پکې شامل دي.
په وروستیو کلونو کې د چاپېریال ساتنې او زرغونتیا ته د پاملرنې په زیاتېدو سره، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د نیالګیو کېنولو او وېش پروګرامونه چټک شوي دي، چې موخه یې د قدرتي سرچینو ساتنه، د اقلیمي بدلونونو اغېزو کمول او د خلکو لپاره د سالم چاپېریال برابرول دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۵
Background image

رئیس مالی و حسابی وزارت زراعت وضعیت عواید ریاست زراعت کندز را بررسی کرد

۱ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی ضیاءالدین واقف، رئیس مالی و حسابی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفر رسمی به ولایت کندز، از ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت بازدید و وضعیت عواید. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

در بلخ یک مرکز جمع‌آوری شیر ساخته و به بهره‌برداری سپرده شد

۱ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۰ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
با همکاری ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بلخ، حمایت مالی و تخنیکی مؤسسه «دی‌سی‌ای» و هماهنگی مدیریت خدمات زراعتی ولسوالی بلخ، یک مرکز جمع. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۲۹
Background image

در بلخ برای ۹۰۰ زن به‌منظور ایجاد باغچه‌های خانگی، مواد زراعتی توزیع شد

۱ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۰ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بلخ، با همکاری دفتر «اکشن اید»، به‌منظور ایجاد باغچه‌های خانگی، برای ۹۰۰ زن در سطح ولسوالی نهرشاهی و شهر. . .

BACK TO NEWS