لغمان کې د ۱۵ هکټاره چهارمغزو مصنوعي ځنګل د جوړېدو پروژه پیل شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۶ - ۹:۵۳
لغمان کې د ۱۵ هکټاره چهارمغزو مصنوعي ځنګل د جوړېدو پروژه پیل شوه

۱۵ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۱۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د پراختیايي پروژو له لارې، د دغه ولایت په الینګار، الیشنګ او دولت‌شاه ولسوالیو کې د ۱۵ هکټاره مصنوعي ځنګل د جوړولو په موخه د شپږ زره نیالګیو د وېش لړۍ پیل شوه.
یاده لړۍ د لغمان د کرنې رییس، مولوي سلیمان ایمن، په لارښوونه، د کرنې ریاست د استازو او ولایتي پلاوي په حضور کې، د الینګار ولسوالی له داوطلبو اشخاصو سره د نیالګیو په وېشلو رسماً پیل شوه.
د یاد شمېر نیالګیو پاتې برخه به په ترتیب سره د الیشنګ او دولت‌شاه ولسوالیو ټاکل شوو سیمو خلکو ته هم ووېشل شي.
د یادونې وړ ده، چې دغه پروژه د ځنګلونو د بیارغونې او د چهارمغزو د طبیعي ځنګلونو د پراختیا په موخه تطبیقېږي، چې په پایله کې به ۱۵ هکټاره مصنوعي ځنګل رامنځته شي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۴۹
Background image

معین مالی و اداری وزارت زراعت از ریاست زراعت ولایت میدان وردک بازدید کرد

۱۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی نورالدین عمیر معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در جریان سفر رسمی خود به ولایت میدان وردک از ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت بازدید و با. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۵:۳۹
Background image

اشتراک مسئولان وزارت زراعت در سمپوزیم توسعه نیروی کار وترنری افغانستان

۱۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
مسئولان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در سمپوزیم توسعه نیروی کار وترنری افغانستان که تحت عنوان «از آموزش تا ارائه خدمات باکیفیت وترنری» در هوتل کابل استار برگزار شده. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۱:۵۲
Background image

ایجاد ۳۵ قطعه نمایشی لوبیا و ماش برای ترویج کشت حبوبات در ولایت تخار

۱۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت تخار، به‌منظور حمایت از دهقانان، ترویج کشت حبوبات و افزایش تولید در واحد سطح، ۳۵ قطعه نمایشی شامل ۲۰ قطعه لوبیا و ۱۵ قطعه ماش را. . .

بازگشت به خبرها