کندز کې راستنو شویو کډوالو ته د نغدي او خوراکي مرستو د وېش بهیر پیل شو

qiam_amin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۰:۳۸
کندز کې راستنو شویو کډوالو ته د نغدي او خوراکي مرستو د وېش بهیر پیل شو

۲ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش

۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق

د کندز ولایت د ښاروالۍ په چمن کې، راستنو شویو کډوالو ته د نغدي او خوراکي مرستو د وېش بهیر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د کندز مرستیال والي او د سیمه‌ییزو چارواکو په حضور کې رسماً پرانیستل شو.

یاد پروګرام د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه د لارښوونو په رڼا کې او له هغو کورنیو څخه د ملاتړ په موخه پیل شوی، چې له کلونو وروسته بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

په دغو مراسمو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، چې کندز ولایت ته د نغدي مرستو او غنمو د وېش د بهیر د پرانیستې په موخه سفر کړی و، د راستنو شویو کډوالو پر وړاندې د اسلامي امارت پر مسؤولیت د ټینګار تر څنګ وویل، چې اسلامي امارت د دغو کورنیو د معیشتي ستونزو د کمولو لپاره، په ځانګړي ډول د ژمي په موسم کې، د هېواد له داخلي بودجې څخه نغدي او خوراکي مرستې ځانګړې کړې دي. د هغه په وینا، په دغو مرستو کې هرې کورنۍ ته د خوراکي غنمو وېش او نغدي پیسې شاملې دي، چې د راستنېدونکو چارو د عالي کمېسیون سره په همغږۍ به د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هم پلي شي. د کرنې وزیر له کډوالو وغوښتل، چې اوس په ټول هېواد کې بشپړ امنیت تأمین دی او د اسلامي نظام تر چتر لاندې خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي.

دغه راز دکندز مرستیال والي مولوي حبیب‌الرحمن صهیب په خپلو خبرو کې وویل، چې دا مرستې د اسلامي امارت د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ځانګړي حکم او شفقت له مخې د کندز ولایت کډوالو کورنیو ته په پام کې نیول شوې دي. نوموړي زیاته کړه، چې د اسلامي امارت مسؤولین د کډوالو د ژوند د اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دي او په دې برخه کې به خپلې هڅې جاري وساتي.

همدارنګه د کندز ولایت د کرنې رییس مولوي نیاز محمد عابد وویل، چې دا مرستې له ګاونډیو هېوادونو څخه راستنو شویو دوه زره او ۲۰۰ کورنیو ته په پام کې نیول شوې دي، چې هرې کورنۍ ته به پنځه بورۍ غنم او پنځه زره افغانۍ نغدي پیسې ووېشل شي. د هغه په وینا، دا پروګرام د حکومت د هغو پراخو هڅو یوه برخه ده، چې موخه یې هېواد ته د راستنو شویو کډوالو ټولنیز او اقتصادي ملاتړ دی.

همدارنګه، یو شمېر هغه بېرته راستنه شوي کډوال چې له دغو مرستو څخه برخمن شوي دي، د دې اقدام

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

کار نصب سیستم آبیاری قطره‌ای با هدف صرفه‌جویی و استفاده مؤثر از آب در ننگرهار آغاز شد

۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۱ رَبیع‌الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
مراسم افتتاح کار نصب سیستم آبیاری قطره‌ای در کلکسیون ملی باغداری مرکز تحقیقات ننگرهار از سوی مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۵
Background image

رئیس مالی و حسابی وزارت زراعت وضعیت عواید ریاست زراعت کندز را بررسی کرد

۱ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی ضیاءالدین واقف، رئیس مالی و حسابی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفر رسمی به ولایت کندز، از ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت بازدید و وضعیت عواید. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۳۱
Background image

در بلخ یک مرکز جمع‌آوری شیر ساخته و به بهره‌برداری سپرده شد

۱ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۰ ربیع‌الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
با همکاری ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بلخ، حمایت مالی و تخنیکی مؤسسه «دی‌سی‌ای» و هماهنگی مدیریت خدمات زراعتی ولسوالی بلخ، یک مرکز جمع. . .

BACK TO NEWS