سفر وزیر زراعت، آبیاری و مالداری به کشور روسیه
۵ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی عطاالله عمری، وزیر زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان، در رأس یک هیئت عالیرتبه امروز طی یک سفر رسمی عازم مسکو، پایتخت فدراسیون روسیه شد.
در این سفر، خان محمد فروتن رئیس اتاق زراعت و مالداری افغانستان و محمدولی وزیری مشاور مقام وزارت زراعت، وزیر را همراهی میکنند.
قرار است وزیر زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان در کنفرانس بینالمللی صحت حیوانی که در شهر مسکو برگزار میگردد، اشتراک نموده و روی موضوعات مرتبط به وقایه و کنترل بیماریهای حیوانی، ارتقای ظرفیت تخنیکی و توسعه همکاریهای مشترک با نمایندگان کشورهای اشتراککننده بحث و تبادل نظر کند.
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری اشتراک در این نشست بینالمللی را فرصت ارزنده برای پیشبرد برنامههای انکشافی در بخش صحت حیوانی، دسترسی به تکنالوژیهای نوین و تقویت روابط تخنیکی میان افغانستان و سایر کشورها میداند.
همچنین قرار است در حاشیه این نشست، برخی دیدارهای دوجانبه میان هیئت وزارت زراعت و شماری از مقامهای کشورهای اشتراککننده نیز انجام شود.
روسیې هېواد ته د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر سفر
۵ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، نن د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ په رسمي سفر د روسیې فدراسیون پلازمېنې مسکو ته ولاړ.
په دې سفر کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې رییس خان محمد فروتن او د کرنې وزارت د مقام سلاکار محمدولي وزیري د کرنې وزیر ملتیا کوي.
ټاکل شوې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر په هغه نړۍوال کنفرانس کې ګډون وکړي، چې د حیواني روغتیا په اړه په مسکو ښار کې جوړېږي، او هلته به د حیواني ناروغیو د مخنیوي او کنټرول، د تخنیکي وړتیا لوړولو او له ګډونکوونکو هېوادونو سره د ګډو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې اترې او د نظرونو تبادله وکړي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په دې نړۍواله ناسته کې ګډون د حیواني روغتیا په برخه کې د پراختیايي پروګرامونو د پرمخ وړلو، نوې ټکنالوژۍ ته د لاسرسي او د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ د تخنیکي اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو ارزښتناک فرصت ګڼي.
همدارنګه، ټاکل شوې ده چې د دې ناستې په څنډه کې به د کرنې وزارت د پلاوي او د ګډونکوونکو هېوادونو د یو شمېر چارواکو ترمنځ یو لړ دوهاړخیزې لیدنې هم ترسره شي.
