هلمند کې لسګونو مالدارانو ته عامه پوهاوی ترسره شو

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۹:۲۷
هلمند کې لسګونو مالدارانو ته عامه پوهاوی ترسره شو

۲۰ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت په همغږۍ، د وزارت له لوري راغلي تخنیکي پلاوي د مرکز لښکرګاه، نادعلي، ګرشک او ناوې ولسوالیو کې ټولټال ۱۲۰ مالدارانو ته د حیواناتو د تغذیې، درملنې، روزنې او حفظ‌الصحې په اړه عامه پوهاوی او عملي روزنه ورکړه.
یاد روزنیز پروګرام د مالدارانو د ظرفیت لوړولو، د حیواني تولیداتو د زیاتوالي او د ناروغیو د مخنیوي په موخه ترسره شو، چې په ترڅ کې یې ګډونوالو ته د متوازنې تغذیې، واکسین، درملنې او د نظافت اړین اصول په تفصیل سره بیان شول.
په ورته وخت کې مالدارانو دغه پروګرام ګټور وباله او د ورته نورو مسلکي روزنو غوښتنه یې هم وکړه.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۴۴
Background image

برای ۳۴ دهقان در ولسوالی نهرشاهی بلخ پیاز زعفران توزیع شد


۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بلخ، با همکاری دفتر «دست‌به‌دست»، برای ۳۴ تن از دهقانان قریه سیاه‌گرد ولسوالی نهرشاهی، ۶ هزار و ۳۸۰ کیلوگرام پیاز زعفران توزیع کرد. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۴۳
Background image

فعالیت‌های مؤسسه ریشه جهانی برای زندگی در بدخشان نظارت و ارزیابی شد


۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
هیأتی از ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بدخشان، از فعالیت‌ها و دستاوردهای مؤسسه ریشه جهانی برای زندگی (Global Roots)  در بخش تطبیق پروژه «باغچه خانگی» نظارت و. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۳۶
Background image

برای ۱۵۰ خانواده نیازمند در ولسوالی قوش‌تپه جوزجان مواد غذایی توزیع شد


۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
به‌منظور رسیدگی به مشکلات خانواده‌های بی‌بضاعت و نیازمند، برای ۱۵۰ خانواده در ولسوالی قوش‌تپه ولایت جوزجان، کوپن مواد غذایی توزیع شد.
این کمک‌ها از سوی ریاست زراعت،. . .

BACK TO NEWS