در نورستان برای دو هزار دهقان تخمهای اصلاحشدهٔ گندم و کودهای کیمیایی توزیع شد
۱۸ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ جمادیالاول ۱۴۴۷ هـ.ق
بر اساس معلومات ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت نورستان، در مرکز و ولسوالیهای این ولایت، به همکاری مالی سازمان خوراک و زراعت ملل متحد (FAO) و همکاری تخنیکی مؤسسهٔ «ایسو»، برای دو هزار دهقان مستحق تخمهای اصلاحشدهٔ گندم و کودهای کیمیایی توزیع گردید.
این روند تحت نظارت ریاست زراعت نورستان اجرا شد. مطابق برنامه، به هر دهقان ۵۰ کیلوگرام تخم اصلاحشدهٔ گندم، ۵۰ کیلوگرام کود سیاه (D.A.P) و ۵۰ کیلوگرام کود سفید (یوریا) توزیع شده است.
مسوولان ریاست زراعت نورستان میگویند که این کمک بهمنظور افزایش حاصلات دهقانان، رشد فعالیتهای زراعتی و تقویت سکتور زراعت در این ولایت عملی گردیده است.
دهقانان از این برنامه استقبال کرده و ابراز امیدواری میکنند که با استفاده از این کمکها، حاصلات گندمشان بهگونهٔ قابل ملاحظه افزایش یابد.
نورستان کې پر دوه زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې
۱۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په مالي او د «ایسو» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د دوه زره مستحقو بزګرانو ترمنځ د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې.
د وېش دغه بهیر د نورستان دکرنې ریاست تر نظارت لاندې ترسره شوه. د پلان له مخې، هر بزګر ته ۵۰ کیلوګرامه اصلاح شوی د غنمو تخم، ۵۰ کیلوګرامه توره کیمیاوي سره او ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره (یوریا) ورکړل شوي دي.
دنورستان د کرنې ریاست چارواکي وایي، دا مرسته د بزګرانو د حاصلاتو د زیاتوالي، د کرنیزو چارو د ودې او د خوست ولایت د کرنې سکتور د پیاوړتیا په موخه عملي شوې ده.
بزګران د دې پروګرام هرکلی کوي او تمه لري، چې د یادو مرستو په مټ به د دوی د غنمو حاصلات د پام وړ لوړ شي.
