فراه کې د لومړي ځل لپاره د عنابو او شاتو دوه ورځنی نندارتون په لاره واچول شو 

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۱:۴
برای نخستین‌بار نمایشگاه دو روزه عناب و عسل در فراه برگزار شد

۴  وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د فراه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو د (ډي.آر.سي) مؤسسې له خوا په دې ولایت کې د عنابو او شاتو دوه ورځنی نندارتون په لاره واچول شو.
په دې دوه ورځنی نندارتون کې ډول ډول شات او عناب نندارې ته وړاندې شوي و.
د دغه نندارتون د پرانیستې پر مهال د فراه مرستيال والي مولوي رحیم الله محمود وويل؛ چې حکومت د فرمانونو د پلي کېدو او مالياتو د راټولولو په برخه کې د ملي سوداګرو، بزګرانو او نورو صنعت کارانو همکاريو ته اړتيا لري، په وينا يې: د مالياتو له لارې لاسته راوړې پيسې د ولسي وګړو ستونزو ته د رسيدنې په موخه پر پراختيايې پروژو، د لويو لارو، کارخونو پر جوړولو او برېښنا باندې لګېږي.
نوموړي همدارنګه د دغه نندارتون له جوړونکو څخه د مننې ترڅنګ اړتيا ته په کتو سره د نورو ورته نندارتونونو د جوړولو هيله هم څرګنده کړه.
په ورته وخت کې د فراه د اقتصاد رياست رییس مولوي جمال الدين جلالي بيا د فراهي بزګرانو او د شاتو د مچيو د ساتونکو د لاسته راوړنو د ستاينې ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې شته ستونزې به يې له اړوندو ادارو، همکارو مؤسسو او بنسټونو سره شريکې کړي.
ښاغلي جلالي همدارنګه زياته کړه، چې د فراهي بزګرانو او د شاتو د مچيو د ساتونکو لپاره د(ډي.آر.سي) مؤسسې له لوري ترسره شوې کړنې بسنه نه کوي او په دې برخه کې بايد نورې هڅې هم ګړندۍ شي.
په ورته وخت کې د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ رییس محمد عبدالحي سباوون بيا په هېواد کې د پانګوالو پانګونه هر اړخيز پرمختګ وبلل، نوموړي د پانګونې د غوښتنې ترڅنګ ټينګار وکړ، چې اوس په هېواد کې د عنابو او شاتو سوداګرۍ ته د پراختيا وخت را رسیدلی دی او سوداګر بايد هڅه وکړي، چې له سوداګريزو هېوادونو سره دغه سوداګرۍ لا نوره هم پياوړې کړې.
فراه کې د (ډي.آر.سي) مؤسسې استازي انجينر محمد فهيم صالح وويل؛ چې د عنابو او شاتو دغه دوه ورځنی نندارتون يې د نارینه او ښځینه په جلا جلا څانګو کې له بزګرانو او د شاتو د مچيو له ساتونکو څخه د ملاتړ په موخه په لاره اچولی دی.
بل خوا په نندارتون کې د عنابو ګډونوالو بڼوالو او د شاتو د مچيو ساتونکو بيا له دغه نندارتون څخه د خوښې ترڅنګ وويل؛ که يې د عنابو او شاتو په برخو کې د اوبو، پروسس، وړ ځای، روزنې او نورې ستونزې هوارې شي، نو دغه سوداګرۍ به نړۍواله او ګڼو کسانو ته به د کار زمينه هم برابره کړي.
بايد وويل شي، چې په فراه کې د عنابو او شاتو دغه لومړنی نندارتون دی، چې د بزګرانو او مچيو د ساتونکو د ملاتړ په موخه د کرني ریاست په هلو ځلو د (ډي.آر.سي)  مؤسسې له لوري په لاره اچول کېږي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۳:۲۶
Background image

توزیع مساعدت نقدی برای مهاجرین در ولسوالی کشنده ولایت بلخ

۲۰ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
برای ۳۰۰ تن از افراد نیازمند در ولسوالی کشنده ولایت بلخ از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بلخ در همکاری موسسات همکار مساعدت نقدی صورت گرفت.
این برنامه از سوی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

رئیس زراعت کندز با مسئول مؤسسه توانمندسازی اجتماعی افغانستان دیدار کرد

۲۰ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ رمضان المبارک ۱۴۴۷ هـ.ق
مولوی نیاز محمد عابد، رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندز، در دفتر کار خود با عبدالبصیر وهاج، مسئول مؤسسه توانمندسازی اجتماعی افغانستان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۲:۴۶
Background image

کمپاین نهال‌شانی در ولسوالی‌های زیباک، بهارک و وردوج ولایت بدخشان

۱۸ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین نهال‌شانی با غرس هزار اصله نهال مثمر شامل چهارمغز، سیب، توت و زردآلو در ولسوالی زیباک ولایت بدخشان برگزار شد. این برنامه تحت پروژه تغییر اقلیم با حمایت مالی. . .

بازگشت به خبرها