د کرنې وزارت د اراضۍ رياست لخوا امارتي شرکتونو عمومي رياست ته په بېلابېلو ولایتونو کې ځمکه ولېږدول شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۵:۵۹
د کرنې وزارت د اراضۍ رياست لخوا امارتي شرکتونو عمومي رياست ته په بېلابېلو ولایتونو کې ځمکه ولېږدول شوه

۱۵ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رییس مولوي سید محمد سعيد او او د امارتي شرکت د هوټلونو سوداګریز او عملياتي رييس ډاکټر نصرت الله نصرت ګډون درلود؛ د کرنې وزارت د اراضۍ رياست لخوا امارتي شرکتونو عمومي رياست ته په بېلابېلو ولایتونو کې ځمکه ولېږدول شوه.
ياده ځمکه د امارتي شرکتونو عمومي رياست په وړانديز او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس د اراضۍ لوی رياست لخوا یادې ادارې ته د میدان وردګو ولايت چک ولسوالۍ، هلمند ولايت کجکي او باباجي ولسوالیو او پکتیکا ولایت شرنه ولسوالۍ کې په (۶۷.۸) جريبه ځمکه باندې د هوټلونو د جوړولو په موخه ولېږدول شوه.
د یادو شویو ځمکو لېږد ټړون د کرنې وزارت د اراضۍ ادارې د ځمکو د انتقال او وېش رييس مولوي سيد محمد سعید او د امارتي شرکت د هوټلونو تجارتي او عملياتي رييس ډاکټر نصرت الله نصرت  ترمنځ لاسلیک شوه.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۸
Background image

آغاز کمپاین ملی نهال‌شانی در ولایت بامیان

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین ملی نهال‌شانی بهار سال ۱۴۰۵ تحت شعار «غرس نهال صدقهٔ جاریه است» از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری با همکاری مؤسسات همکار در ولایت بامیان رسماً آغاز شد.
این. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۱
Background image

غرس بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار در ریاست زراعت غور

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری غور اعلام کرده است که در ادامه کمپاین نهال‌شانی و به مناسبت فرارسیدن سال جدید، بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار از سوی پرسونل این اداره غرس گردیده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۳۸
Background image

ختم دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم در ریاست زراعت دایکندی

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم که از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری و بخش دعوت و ارشاد آن ریاست به‌منظور ارتقای آگاهی دینی، تقویت درک مفاهیم و احکام اسلامی و ایجاد. . .

بازگشت به خبرها