پکتیکا ولایت کې د هندواڼو کروندو څخه لیدنه وشوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۴:۵۶
پکتیکا ولایت کې د هندواڼو کروندو څخه لیدنه وشوه

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۲۰ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مټاخان ولسوالی پوټیانو په سیمه کې د کرنیزو چارو مدیرانو له خوا د کرل شوو هندواڼو کروندو څخه څارنه او ارزونه ترسره شوه.
په دې لیدنه کې د کرنیزو چارو متخصصینو د کروندو وضعیت وارزاوه او ځایي بزګرانو ته یې د خړوبولو، خیشاوې، سرې ورکونې، د نباتي آفتونو او ناروغیو د مخنیوي په برخه کې مسلکي مشورې او سپارښتنې وړاندې کړې.
یاده لیدنه د کروندګرو د تولید د لوړوالي، حاصلاتو د زیاتوالي او د کرنیزو خدمتونو د ښه والي په موخه ترسره شوې ده.
د پکتیکا د کرنې ریاست مسؤلین ژمن دي، چې د ولایت په بېلابېلو سیمو کې ورته لیدنې دوامداره وساتي تر څو بزګرانو ته په وخت او مؤثرې تخنیکي مشورې وړاندې کړي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۸
Background image

آغاز کمپاین ملی نهال‌شانی در ولایت بامیان

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین ملی نهال‌شانی بهار سال ۱۴۰۵ تحت شعار «غرس نهال صدقهٔ جاریه است» از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری با همکاری مؤسسات همکار در ولایت بامیان رسماً آغاز شد.
این. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۱
Background image

غرس بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار در ریاست زراعت غور

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری غور اعلام کرده است که در ادامه کمپاین نهال‌شانی و به مناسبت فرارسیدن سال جدید، بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار از سوی پرسونل این اداره غرس گردیده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۳۸
Background image

ختم دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم در ریاست زراعت دایکندی

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم که از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری و بخش دعوت و ارشاد آن ریاست به‌منظور ارتقای آگاهی دینی، تقویت درک مفاهیم و احکام اسلامی و ایجاد. . .

بازگشت به خبرها